۸صبح، کابل: د افغانستان او څو نورو هېوادونو د ښځو حقونو یو شمېر فعالانو د طالبانو له خوا د نیول شویو افغان اعتراضکوونکو ښځو د خوشي کېدو په موخه د انګلستان په پلازمېنه لندن کې لاریونونه وکړل.
لاریونوالو یکشنبه د لیندۍ پر شپږم د بریتانیا له لومړي وزیر څخه غوښتي، چې افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې پروړاندې چوپتیا بس کړي.
دغو اعتراضکوونکو همداراز له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې له افغان مېرمنو په ملاتړ سره د هغوی د وضعیت د ښهوالي لپاره هڅه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د نیونو په نوې څپه کې تېره یوه میاشت کې یو شمېر اعتراضکوونکې ښځې له دې جملې ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف نیولې دي.
د دغو نیونو په غبرګون کې ځینو نړیوالو بنسټونو هم له طالبانو غوښتي، چې اعتراضکوونکو ښځې ژرترژره خوشې کړي.
په دې لړ کې طالبانو ځینې دغه ښځې نه دي خوشې کړې.