۸صبح، پکتیا: په پکتیا کې ځايي سرچینې وایی چې نامعلومو وسله والو په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو یو قوماندان وژلی دی.
سرچينو د لړم په ٢٦مه له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې ناپېژاندو وسله والو په پکتيا ولايت کې د پاکستاني طالبانو يو مشهور قوماندان په ډزو وژلى دى.
د دغه پاکستاني طالب قوماندان نوم ذاکرین ياد شوی دی.
ویل کېږي چې د پاکستاني طالبانو دغه قوماندان د هغه هېواد پر پوځ په څو بریدونو کې لاس درلود.
تر دې مخکې هم په افغانستان کې په بېلابېلو بريدونو کې د پاکستاني طالبانو يو شمېر قوماندانان وژل شوي دي.