په بغلان کې د یوه مسافر وړونکي موټر چپه کېدل؛ نهه تنه مړه او ۴۰ نور ټپیان شول

۸صبح، کابل: د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د سالنګ پر لاره د ترافیکې پېښې خبر ورکوي او وایي چې ددې پېښې په پایله کې لږ ترلږه نهه تنه مړه او څلوېښت نور ټپیان شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس محمد حافظ یعقوب وایي چې دا پېښه د شنبې په شپه په ۱۱:۳۰ شوې ده.

د مالوماتو له مخې، دا بس موټر له کابله د جوزجان په لور روان و چې د خنجان ولسوالۍ په «سنګ ملخان» سیمه کې له واټه وتلی او غورځېدلی دی.

ویل کېږي چې دا پېښه د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د چپه کېدو له امله رامنتځه شوې.

د سرچینو په وینا، په وژل شویو کسانو کې پينځه نارینه، دوې ښځې او یو ماشوم شامل دي.

طالبانو ددې پېښې په تاییدولو سره ویلي چې ټپیان د پلخمري روغتون ته لېږدول شوي دي.

د موټر چلوونکي بې پامي او زیات سرعت د دې پېښې لامل بلل شوی دی.

د ویلو ده چې وخت ناوخت پر سالنګ لاره دا ډول پېښې رامنځته کېږي چې تلفات هم لري.

ورته لیکنې

Back to top button