۸صبح، غزني: د غزني سیمه ییزې سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه سړي له خپلې ځوانې خور سر پرې کړی دی.
سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاييد کړې، چې دغه پېښه پرون ماښام د تلې میاشتې په ۴مه د اندړو ولسوالۍ د «سردار کلا» په کلي کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړي لومړى خپله خور په چړې وژلې او بيا يې سر له تنې ترې جلا کړى دى.
تر اوسه د دې نجلۍ د وژنې انګېزه نه ده څرګنده او نه هم طالبانو په دې اړه کوم نظر څرګند کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د واکمنۍ له وخت راهیسې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.