ننګرهار کې يو کس د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی دی

۸صبح، ننګرهار: ننګرهار ولایت کې سرچینې د شخصي دښمني له امله د یوه کس له وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې وایي، چې دغه پېښه پنجشنبه د لړم پر دوولسمه نېټه د شپې ناوخته د ننګرهار ولایت د درې نور ولسوالۍ په دوړیلک کلي کې شوې ده.
يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وويل، چې وژل شوی کس سلامت خان نوميږي او د خپل د ترهزوی له کورنۍ سره يې له پخوا دښمني لرله.
دغې سرچينې وويل، چې موده وړاندې هم د همدغې کورنۍ له خوا د سلامت خان کور ته لاسي بم ورغورځول شوی و، چې د بم چاودنې له امله د سلامت خان مور وژل شوې وه.
ځایي طالب مسوولانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده، چې شخصي دښمني د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې کله ناکله وګړي قرباني کوي.