۸صبح، لوګر: لوګر کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یوه خصوصي بنسټ ۳۱۵ ښځو ته د زدهکړو زمینه برابره کړې.
ځایي سرچینې دوشنبه د سلواغې پر درېیمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې HHOA مرستندویه موسسې د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې له لیکاولوست بېبرخې ښځو ته د سواد زدهکولو ټولګي جوړ کړي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغې موسسې ۲۱ ښځینه ښوونکې ګومارلې دي ترڅو ښځو ته لیک او لوست ورزده کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو ښځې او نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تلو منع کړې دي.