۸صبح، کاپيسا: له کاپيسا څخه سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د دغه ولایت یو دیني عالم او زوی يې په کابل کې وژل شوي دي.
دا پېښه پنجشنبه د چنګاښ پر ۱۶ د کابل په جواجه بغرای جدید سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په وینا، یاد شوی دیني عالم عبدالقدوس حکیمي نومېده او د کاپيسا د حصه دوم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
سرچینو په ډاګه کړې، چې مولوي عبدالقدوس له دوو کالو راهیسې په کابل کې د یوه جومات امام و.
تر اوسه د دغې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
د یادونې وړ ده، چې وړمه ورځ د خواله رسنیو مشهوره څېره ډاکټر انورالحق جبارخېل هم په کابل کې ووژل شو.