جمهوریت جــمــهـــوریت دی
لیکوال: شهرت ننګیال

اصله خبره دا چې جمهوریت ولسواکي ده، چې په شاهي رژیمونو کې هم تحقق موندلی شي، بریتانیا او ځینې اروپایې هېوادونه یې، د بېلګې په توګه یادولی شو.
ځینې جمهوریتونه بیا داسې وي چې دموکراسي په خوب کې هم نشي پکې لیدل کېدای.
د روسیې پوتین کله پکې هېواد مشر وی، کله صدراعظم او بیاځلي هېواد مشر….
کېدای شی د ژوند تر پایه- چې مادام العمر یې بولي- پر دغه مقام پاتې شي!
عراق کې به په ټاکنو کې صدام حسین- د یوازیني نوماند په توګه- ۹۹ سلنه رایې ګټلې وې، و قس علی هذا.
د ظاهرشاه پاچاهي په وروستیو کې، د دادودخان له په نوم جمهوریت څخه، دموکراسي پیاوړې، د بیان ازادي او سیاسي فعالیتونه خوندي وو.
جمهوریت، جمهوریت دی؛ اسلامي او دموکراتیک نه غواړي!
اسلامي جمهوریت؛ لکه د ایران اخوندي او د پاکستان پوځي هغه یې. دموکراتیک خو مو پخپلو سترګو ولیدل، چې ملګرو خپله ورته شا کړه. مطلب دا چې په ارزښتونو کې ملاوټ نه دی په کار.
جمهوریت د سیاسی نظام د ماهیت او تعریف بشپړ مفهوم دی. نورو پیوندونو او ویلډنګکارۍ ته اړتیا نلري.
د داودخان جمهوریت په لومړیو کې چې (پیام حق) مجله چاپ شوه، مسوول مدیر یې سرلیکنې ته، د اسلامی جمهوریت، سرلیک ټاکلی ؤ.
د هغه مهال د اطلاعاتو اوکلتور وزیر ارواښاد نوین، مسوول مدیر راوغوښت او ورته کړل یې چې ارزښتونه، مفاهیم او سیاسي اصطلاحات، خپل تعریف او تعبیر لري! د چا د خواهشاتو تابع کېدلی نشی!
مجله یې سانسور نکړه؛ خو مسوول مدیر یې تبدیل کړ.
حکومتونه او سیاستوال کله ناکله، د مصنوعي کشالو په راپورته کولو غواړي عامه افکار منحرف او له خپلو کمزوریو او نارواو په نورو هغو کې ښکیل وساتي.
د جمهوریت، موقت، امارت او ټامهوریت بحث، ماته یو له همدغو مصنوعي کشالو ښکاري.
هغسې چې له ليرې به د موټر د غږ په اوریدو، سکه وروڼه، خپل کې په دې نښتي وو، چې یوه به ویل«د پلاني موټر دی!» بل به ویل«د پلاني!» (تفصل یې زما په بله لیکنه کې لوستلی شئ)
ماته د دغسې بحثونو بېهودګي ښکاره ده، ځکه خو ترې ډډې ته ګرځم، خو کوم ملګري( اصلي، جعلي، نر ښځه، ځوان بوډا به یې خدای ته معلوم وي!) لیکلي چې تاسې مدرسې وال یو عدد له بل نشئ منفی کولای!
غوښتنې د امارت وړاندې کوئ.
نو ما خو داسې غوښتنه نه ده وړاندې کړې،که سترګې پټې کړم خوب یې هم نشم ليدلی.
البته دا وایم چې له جمهوریت باید«زه»جوړ نکړو.
که«زه» وم، جمهوریت دی که نه وم نو نشته! په خواشینۍ سره، چې تر اوسه کیسه همدغسې روانه ده.
حامد کرزي به ویل چې له صفر به یې شروع کولو ته پرینږدي، خو اوس له صفر څه چې که له صفر لاندې هم کوم عدد وای، دی یې ترې په پیلولو کې نه داچې کوم حرج نشي لیدلی؛ بلکې د ملی ګټو خوندیتوب ورته ښکاري.