د غزني یوه اوسېدونکي د یوه پل پر جوړولو ۳.۴ میلیون افغانۍ لګولې دي

۸صبح، کابل: د غزني یوه اوسېدونکي د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د یوه پل د جوړولو لګښت ورکړی دی.
دغه پل چې د جاغوري ولسوالۍ په سنګجوی کلي کې د ارغنداب سیند پر سر جوړ شوی دی جمعه د لړم پر دیارلسمه نېټه ګټې اخیستو ته وسپارل شو.
غزني کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه پل د جوړولو لګښت د جاغوري ولسوالۍ د «کوشه بهرام سید احمد» کلي اوسېدونکي داوود اکبري، چې اوسمهال د اسټرالیا په اډلایډ کې اوسېږي، ورکړی دی.
د سرچینو په وینا د دغه پل پر جوړولو ۳.۴ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.
د ویلو ده، چې د دغه پل په جوړولو سره د غزني ولایت مرکز ته د جاغوري او مالستان ولسوالیو د اوسېدونکو په تګراتګ کې اسانتیا راغلې ده.