له مشروطیب غورځنګ راهیسې تر سلو ډير کلونه کیږي چې افغانستان د ګڼو داسې سیاسي غورځنګونو او بهیرونو شاهد دی چې د بېلابېلو ګوندونو او سازمانونو په بڼه راڅرګند شوي دي. دا غورځنګونه په څو کټګوریو وېشل کیږي: له کیڼ اړخي تر ښي اړخي، له ملتپاله تر بنسټپاله. ځینو یې د ټولنیز عدالت، ځینو یې د توکمیز غوره والي، ځینو یې د مډرڼې ملت جوړونې او ځينو یې د اسلامي خلافت د جوړېدو داعیه مطرح کړې ده. که څه هم په افغاستان کې ټولو سیاسي بدلونونو کورنۍ ریښې نه دي لرلې او بهرنی عامل تل د دې صحنې یو څرګند واقعیت دی. خو سیاسي خوځښتونه، لږ تر لږه په ملي او کورني کچه د بدلونونو یو اصلي لامل بلل کیږي. د دغو خوزښتونو اغېز ته په پام سره، چې د څو نسلونو پر ژوند سیوری غوړوي او تر راتلونکو نسلونو هم رسېږي، اړینه ده چې د هغو پر کړو چارو بیا کتنه وشي.
د سیاسي خوزښتونو پر کړنو بیا کتنه د سیاسي کلتور د زیانونو د پېژندنې لپاره یوه اړتیا ده. په اصل کې پورته یاد شوی هر سیاسي غورځنګ او بهیر او د هغه کړنې باید د تقدس په تله ونه تلل شي. سیاسي غوځنګونو ته رومانټیک نظر له هغوی سره پر عقلانیت او منطق د ولاړ چلند کړکۍ تړي، په داسې حال کې چې دغې ښکارندې ته له انتقادي لید لوري کتل د هغو له پخېدو او ښه کېدو سره مرسته کوي.
البته انتقادي لیدلوری هېڅکله د مغرضانه عیب لټولو په مانا نه دی، بلکې منصافانه او بې پرې څېړنه ده. ځینې ګمان کوي چې رغنده او منصفانه نقد له هېڅ ډول قضاوت پرته د یوه بهیر د ښېګڼو او بدګڼو نوملړکول دي. داسې څه حتمي نه دي، ځکه چې هر غورځنګ او سازمان د خپلو ښېګنو او فضیلتونو لپاره خورا تبلیغات کړي دي، د کره کتونکو شنونکو له لوري د هغو د بیا یادونې اړتیا نه پاتې کیږي. انتقاد په اصل کې پر هغو ټکو متمرکز دی چې له سترګو پټ وي او په عامه ډګر کې پرې بحث نه وي شوی. طبیعي خبره ده چې د یوه غورځنګ پلویان د خپل سازمان نیمګړتیاوو اوعیبونو ته ګوته نیول، رغنده نیوکه نه ګڼي او یو ډول دښمني یې بولي.
واقعیت دا دی چې نه سوسیالیزم مطلق بد دی، نه لیبرالیزم، نه ناسیونالیزم، نه اخوانیزم، نه سلفیزم او نه کوم بل بهیر. سیاسي او ټولنیزې ښکارندې د ښېګڼو او نیمګړتیاوو ترکیب دی، خو د خپلو پلیونو په سترګو کې له ښېګڼو او ښکلاو مالامال ښکاري، عطفي اړیکې او هویتي تړاو او کله ناکله منفعتي اړیکې اجازه نه ورکوي چې نیمګړتیاوې یې وویني. نيوکه په اصل کې د دې لپاره ده چې تیاره او هغه اړخونه روښانه کړي چې په تړاو یې غفلت شوی او د یوې قضیې له پټو اړخونو پرده پورته کړي.
د دې لپاره چې انتقاد له خپلې رغنده لارې ونوځي، باید د میتود پر بنسټ وي؛ په دې مانا چې حقیقتونه او واقعیتونه د هر ډول قضاوت اصلي بنسټ وي او په ارزونه او شننه کې د ټولنیزو علومو د برخې له معتبرو لاروچارو نه د امکان تر بریده ګټه واخیستل شي. دغه راز، د کره کتنې لپاره غوره شوې ژبه باید له منفي احساساتو نه ډکه نه وي او باید د انتقاد او دښمنۍ ترمنځ اړین واټن مات نه کړي. د نيوکې تر ټولو ښه لاره دا ده، چې د يوه غورځنګ پلويان پخپله پرځان نیوکه وکړي، ځکه چې د مينې او کرکې ښکېلتیا به پکې لږ وي، خو هغه نیوکه چې له بهره کیږي، هم اهمیت لري خو په دې شرط چې پر میتود ولاړه وي. نن ورځ چې موږ په کوم حالت کې یو، څه ناڅه د سیاسي خوزښتونو او سازمانونو د کړنو محصول دی او د هغو پر کړو چارو بیا کتنه له اوسني وضعیته د وتلو او د ښه راتلونکي پر لور د حرکت لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.