د القاعدې بنسټ اېښودونکي اسامه بن لاندې او د نوموړي مرستیال اېمن الظواهري په ۱۹۹۷ کال کې د خبري ناستې پرمهال د القاعدې د وژل شوي مشر چې بن لادن ته د هغه وروستی لیک ګڼل کېږي، د افغانستان لپاره یې د القاعدې پروګرام زیاته برخه په ډاګه کړه. الظواهري په دې لیک کې د افغانستان د مسایلو، د یمن د جګړې، د ایران د وضعیت، اوباما ته له خبرداري ډک لیک د لېږلو، د اسلامي نړۍ د بیسج کولو په تېره بیا د فلسطین د قضیې په هکله، د ننه په سازمان کې د ګمارنو او د دې ډلې د تبلیغاتي کتابونو د چاپ یادونه کړې ده. همداراز د افغانستان د وضعیت د سناریوګانو د وړاندې کولو په چورلیز کې واک ته د طالبانو ستنېدل، د القاعدې پروګرامونه هم د اېمن الظواهري له خوا بن لادن ته په روښانه توګه تشرېح شوي دي. ددې لیک منځپانګه له طالبانو سره د القاعدې د ژورې همکارۍ د دوام ښودنه کوي؛ داسې همکاري چې په ځلونو د دغې ډلې د مشرانو له خوا رد شوې ده. همداراز په لیک کې له امریکا سره د معتدلو طالبانو د مذاکراتو په لړ کې د الظواهري اندېښنه هم شامله ده او دا کسان د خاین، جاسوس او منافق په توګه یاد شوي دي. د پاکستاني طالبانو له واکمنېدو د آی اس آی وېره او په افغانستان کې د واک اخیستو لپاره د حزب اسلامي غوره کېدل، ددې لیک بله برخه ده. الظواهري همداراز د القاعدې ډلې د مشرانو او جنګیالیو د تګ راتګ په برخه کې له دې ډلې سره د ایران د اسلامي جمهوریت له نږدې اړیکو هم پرده پورته کړې ده. حامد کرزي او پخوانيو جهادي مشرانو ته له سپکاوي ډکو کلیمو کارول ددې لیک په یوه برخه کې ترسترګو کېږي. هغه په پای کې له بن لادن څخه غوښتي چې د لیک له ترلاسه کولو او لوستلو وروسته یې له منځه یوسي.
د ۲۰۱۱ کال د مې د دوهمې نېټې د شپې په وروستیو کې، د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما اعلان وکړ چې د القاعدې ډلې مشر اسامه بن لادن د پاکستان په اېبټ آباد کې وژل شوی دی. نوموړی د امریکا د ځواکونو ځواکونو په عملیاتو کې په خپل کور کې ووژل شو او مړی یې سیند ته وغورځول شو. القاعدې ډلې له هغې وروسته د خپل مشر مړینه تایید او د دې ډلې مرستیال اېمن الظواهري یې د مشر په توګه غوره کړ. که څه هم د القاعدې د دغو دوو مشرانو اړیکې او خبرې تر ممکنه حده خوندي پاتې شوې، خو بن لادن ته د الظواهري وروستی لیک، په سیمه په تېره بیا افغانستان کې د د دغو دوو کسانو ترمشرۍ لاندې القاعدې د کار اړخونه په ډاګه کوي. دا لیک د ۲۰۱۰ میلادي کال د مې په شپاړسمه (د ۱۴۳۱ کال د جمادي الثاني په درېيمه) د بن لادن له وژل کېدو پوره یو کال وروسته لیکل شوی دی. په لیکل شوي متن کې چې د بن لادن د دوو تېرو لیکونو په ځواب کې دی. الظواهري ویلي چې دا لیکونه یې د هماغه کال په محرم الحرام او ربیع الثاني میاشتو کې ترلاسه کړي، خو له مهمو موردونو پرته د بن لادن له څرګندونو دقیق جزیات یې نه دي ورکړي.
د الظواهري په لیک کې په بېلابېلو سیمو کې د القاعدې ډلې پر مختلفو مسایلو خبرې شوې چې یوه برخه یې د بن لادن د لېږل شوي لیک منځپانګه هم بیانوي. ددې لیک مهم ټکي «د یمن او د هغې شاوخوا مسایل»، «د [القاعدې د یوه مشر] شیخ محمود ګمارل»، «اوباما ته له خبرداري ډک لیک لېږل» او «د فلسطین د قضیې په اړه تبلیغاتي پروګرامونو ته پاملرنه» بلل شوې دي. په دې لړ کې، د افغانستان اړوند مسایل چې د یمن د موضوع ترڅنګ یاد شوي، بن لادن ته د الظواهري د لیک زیاته او اصلي برخه جوړوي، له هغې جملې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال او په بېلابېلو شرایطو کې د وضعیت د مدیریت لپاره د القاعدې پروګرامونه. دا لیک په عربي ژبه لیکل شوی او په پښتو ژباړل شوی دی.
د افغانستان جګړه؛ طالب مشران لا هم د القاعدې انتخابي مهرې دي؟
اېمن الظواهري بن لادن ته د خپل لیک په یوه برخه کې «پر خراسان د واکمنۍ» تر سرلیک لاندې برخه کې په افغانستان کې د القاعدې شبکې د جګړې پر ارزښت ټینګار کړی دی. هغه په لومړي ګام کې په افغانستان کې د القاعدې د جګړې اړتیا ته اشاره کړې او وروسته یو لړ سناریوګانې مطرح کړې دي. الظواهري په خپل لیک کې ویلي: «فکر کوم چې موږ باید په افغانستان کې د جهاد مرکز فعال کړو، ځکه چې د لوی خدای په مرسته بری نږدې دی. پر خراسان واکمني دې ته اړتیا لري چې زموږ له یارانو او ملاتړو مناسب کسان غوره شي، په تېره بیا په طالبانو کې او د دوی له مخلصو قوماندانانو څخه او په سر کې امیرالمومنین [ملا محمد عمر].»
طاهراٌ د طالبانو انتخاب د منلو او القاعدې سره د دې ډلې د لوړپوړو غړو د بشپړ ادغام او منلو په مانا نه دي. الظواهري په دوام کې له طالبانو سره د احساساتي چلند په اړه بن لادن ته خبرداری ورکړی دی. د هغه په باور، القاعده باید له طالبانو سره عاقلانه او په ځیرتیا چلند وکړي. په دوام کې له طالبانو سره د دغې ډلې د چلند لپاره شرایط په ګوته شوي دي: «البته موږ باید له هغوی سره ګام په ګام پرمخ ولاړ شو. ستونزه نشته چې د طالبانو په وړاندې ځینې شرعي حیلې وکاروو. [غوره ده] چې ټول مسایل له هغوی سره شریک کړو او د [سناریوګانو] واقعي شتون تر ممکنه بریده کم کړو ترڅو تر هغه څه چې شته لږ نندارې ته وړاندې شي.»
ظواهري په هغه وخت کې باوري و چې د احساساتو تر پارولو زیات، ددې ډلې د جنګیالیو پر پوهاوي تمرکز وشي. هغه یادونه کړې چې دا کار د لویو او ډله ییزو ناستو له لارې شونی دی. همداراز په یوه برخه کې ویل شوي چې القاعده باید له خپلې خاصې روزنیزې طریقې په عامه توګه د افغانستان د خلکو او په ځانګړي ډول د طالبانو لپاره پیروي وکړي؛ ځکه د ظواهري په اند دا ډول اقدام به په افغانستان کې د ایدیولوژيکو مشرانو نسل د رامنځته کېدو لامل شي ترڅو له هغوی راپورته شوي جنګیالي په خراسان کې له خپلو سیمو ساتنه او د ننه او بهر عملیات ترسره کړي.
د ظواهري د لومړۍ سناریو عملي کېدل؛ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د القاعدې د فعالیت پلان څه دی؟
ظواهري په خپل لیک کې د افغانستان د حالاتو اټکل کړی او څلور سناریوګانې یې وړاندې کړې دي. د سولې له لارې واک ته د طالبانو رسېدل، د جنګ له لارې واک ته د طالبانو رسېدل، د ښکېلو غاړو بې باوري او د جګړې دوام او ناڅاپه ځینو پېښو رامنځته کېدل له هغو امکاناتو څخه بلل شوي چې د القاعدې وژل شوي مشر په خپل لیک کې د افغانستان د وضعیت په اړه وړاندې کړي دي. دا وړاندوینه لاندې په تفصیل سره بیان شوې. ظواهري د لومړۍ سناریو په اړه ویلي دي چې د سولې د ټینګښت لپاره یو له مهمو شرطونو د القاعدې پر وړاندې د محدودیتونو لګول او د دې ډلې فعالیتونو ته اجازه نه ورکول دي چې بهرني ځواکونه په نښه کړي. د هغه په وينا، داسې ښکاري چې طالبان په شخصي توګه ددغه شرط منلو ته چمتو دي. نوموړي د طالبانو پر دې تګلارې نيوکه کړې او ویلي یې دي چې يو عاقل، صادق او ازاد کس هېڅکله دغه شرطونه نشي منلی. ځکه چې که امریکا او متحدین یې په هر ډول شرایطو کې د وتلو لاره ومومي، د هغه په باور چې د طالبانو په منځ کې داسې کسان شته چې کولی شي دا ډله تر پخوا لا پیاوړې کړي.
په دې لیک کې کې راغلي: «زه باور لرم چې صلیبیان د خپل غرور سربیره وېره لري چې له ملا محمد عمر سره د تړون له لاسلیکولو زر ځله ډډه کوي او د منځلارو طالبانو په نوم له ځینو غدارانو، جاسوسانو او منافقینو سره خبرو او موافقې ته ترجیح ورکوي. په ورته وخت کې، دوی د لوېدلي حزب اسلامي انتخاب له ځان سره لري، همدا ډول د پخوانیو جهادي مشرانو انتخاب لري چې د اوښانو د خوسا شوې ډوډۍ په څېر یې بوي کړی دی، یا دوی د سي آی اې د اجنټانو او د حامد کرزي او د هغه د همکارانو په څېر د ټېټې کچې افغانانو سره د دې ډلې یو مخلوط انتخاب په پام کې نیسي.
د الظواهري د وړاندوینې پر بنسټ، په همدې میاشت کې امریکا پر طالبانو له درنو بریدونو راضي وه او هڅه یې کوله چې د طالبانو ډله دې ته اړ کړي چې د بهرنیو ځواکونو د امنیت د تضمین لپاره پلان عملي کړي، ترڅو دا هېواد او متحدین یې وکولی شي خپل ځواکونه وباسي او یا یې کم کړي. د القاعدې وژل شوي مشر په خپل لیک کې په افغانستان کې د طالبانو له شتون څخه د پاکستاني مشرانو وېره د امریکایانو سره د دې سناریو د نه منلو یو مهم عامل بللی دی. د هغه په باور، د پاکستان پر اتباعو له ظلمونو وروسته، د پاکستان پوځ د دغه هېواد له طالبانو غوښتي چې غچ دې نه اخلي، هغه هم پداسي شرایطو کې چې د ظواهري په وينا، د دې ډلې د جهاد نوې څپه د پاکستان او پنجاب زړه ته رسېدلې ده. په لیک کې ویل شوي چې پاکستان په افغانستان کې د حکومتولۍ لپاره خپل ځانګړي انتخابونه لري.
هغه لیکلي: «د همدې لپاره د آی ایس آی مشرانو د حزب اسلامي او د هغه په شان د نورو کسانو انتخاب غوره کړی. ښايي [دا مساله] حکمتیار ته منسوب هغه بیان تشریح کړي، چې [ټینګار یې کړی و] له القاعدې او طالبانو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري. پاته دې نه وي چې پلاوي او د ګوندونو د تماس ډلې له کرزي سره په تماس کې وي.» البته باید وویل شي چې د بهرنیو ځواکونو د امنیت د تضمین پلان په هغه کال کې نه، بلکې له هغه یوه لسیزه وروسته ترسره شو او طالبانو د نړیوالو ځواکونو لپاره زمینه برابره کړه چې له افغانستانه په خوندي توګه ووځي.
ایمن الظواهري په خپل لیک کې دا یادونه هم کړې چې که دی د امریکایانو سلاکار وای، نو هغوی ته به یې مشوره ورکړې وه چې په افغانستان کې القاعده محدوده او د سیاسي او بې وسه کډوالو په توګه ومني، ژر تر ژره له ملا محمد عمر سره خبرو ته کښېنئ. د القاعدې وژل شوي مشر باور درلود چې طالبان به په عمومي ډول دا حل لاره [د ظواهري نظر] ومني. هغه ټینګار کړی چې دا ډول حل لاره طالبان د ځان او نورو مسلمانانو په وړاندې له دیني او رواني شرمه خلاصوي.
د الظواهري په لیک کې طالبان د سولې له لارې واک ته د رسېدو د ورځو لپاره د القاعدې پلانونه مشخص شوي دي. هغه بن لادن ته وړاندیز کړی چې دا ډله دې وضعیت وڅاري او احتیاط دې وکړي. په لیک کې لیکل شوي دي: «لومړی به موږ حالاتو ته ګورو او وضعیت به څارو، او بیا بیا به د طالبانو له مخلصو مشرانو سره د باور جوړولو هڅه کوو. موږ به دوی ته ډاډ ورکوو چې د القاعدې جهادي فعالیتونه د مسلمانانو د ګټو لپاره دي او د یوه داسې هېواد د واکمنانو په توګه چې [د هغه هېواد د خلکو] وقار او خپلواکي غواړي، دوی به د محکومیت او ذلت څخه لیرې ساتو. موږ به د دوی د دفاع لپاره خپله وینه تویې کړو، که څه هم پخوا مونږ دا کار کړی او د امیرالمومنین امر ته به ژمن پاتي کېږو.»
الظواهري په دغه لیک کې ویلي چې القاعده باید له احتیاطه کار واخلي او د طالبانو د مشر مخالفت ونه کړي. همدا ډول دوی باید خپلو خبرو ته دوام ورکړي او د باور، دوستۍ او صراحت پر بنسټ تعامل وکړي. د الظواهري د پلان له مخې، القاعده به په هېڅ داسې فعاليت کې لاس نه لري، چې د طالبانو له مشر سره يې اړيکې خرابې کړي، ترڅو د هغه پر باور مثبته اغېزه وکړي. د طالبانو وژل شوي مشر آن د باور جوړونې بهیر لپاره جلا پلانونه درلودل. هغه په خپل لیک کې لیکلي: “که دا ډېر ناوخته وي، موږ به په لږه لاسته راوړنه هم ټینګار کوو، او که دا بیړنۍ وي، نو موږ به د تدریجي ښه والي [باور زیاتولو] لپاره ګټه ورڅخه پورته کړو. په عین حال کې به موږ د خپلو فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره له ځینو پټو او مخفي شبکو ګټه پورته کوو، تر څو چې د امیرالمومنین له امر سره په ټکر کې نه وي. دا مسله تدبیر او صبر ته اړتیا لري.»
بن لادن ته د الظواهري لیک ښیي چې القاعده د سولې له لارې د طالبانو واک ته د رسېدو په صورت کې له افغانستانه د بهر لپاره هم پلانونه جوړ کړي وو. په ليک کې راغلي چې په افغانستان کې د دغو کړنو په څېر په نورو هېوادونو کې هم د القاعدې جنګيالي چې د حکومت تر فشار لاندې نه دي بايد د القاعدې پيغامونو ته دوام ورکړي او د عمل جامه ورواغوندي. د الظواهري په وینا، په دغو مواردو کې هغه پیغامونه هم شامل دي چې القاعده نه شي کولای تکرار او پلي یې کړي. په لیک کې راغلي: «په همدې خاطر باید په یمن کې د مجاهدینو د ملاتړ په خاطر د امت د احساساتو د راپارولو لپاره هر څومره چې کولای شو کار وکړو. موږ باید مجاهدینو ته په هوښیارۍ نصیحت وکړو. [البته، د دوی د هڅونې دا حرکت] باید دومره شدت ونه لري چې دوی [د خپلو جګړو او فعالیتونو دوام] سمبال نه کړي. د ابي بصیر [ابي بصیر ناصر الوحیشي، چې په یمن کې د القاعدې د څانګې مشر او وروسته په عربي ټاپووزمه کې] له هغه څخه پیغامونه ترلاسه شوي، ښايي وروڼه به یې تاسو ته درولېږي. په دې پیغام کې ویل شوي چې موږ باید خپل وروڼه ونه هڅوو چې د [یمن] حکومت پر ضد پراخ عملیات ترسره کړي، تر څو چې [حکومت] له حوثیانو سره [جګړه] کې ښکیل وي.»
د القاعدې لپاره د الظواهري دوهمه سناریو غوره بلل شوې ده. په لیک کې ویل شوي، چې واک ته د طالبانو په زور سره رسېدل به د هغه وخت د پېښو پر بنسټ ترسره شي. ظواهري دغه امکان تر ټولو غوره بللی دی؛ ځکه چې د ده په وینا د طالبانو په راتګ سره به عیسوي نړۍ هم له خپلو متحدینو سره د طالبانو پر ضد متحده شي او بهرني ځواکونه به له یوې جګړې څخه بلې او له یوې توطیې بلې ته په شا شي. ظواهري وړاندوینه کړې چې که داسې یوه سناریو رامنځته شي، طالبان به القاعدې ته د اوږو د بار په سترګه ونه ګوري او د خپل ځان د دفاع لپاره به یې د متحدینو په توګه وګڼي. هغه بن لادن ته یادونه کړې چې دا ډول پېښه به القاعده بلې جګړې ته داخله کړي او دا ډله به د پخوا په څېر د امریکایي ځواکونو او د هغې د متحدینو د بریدونو هدف وګرځي. په ليک کې د دې جګړې پايلې په دوو مواردو کې خلاصه شوې دي؛ په نورو هېوادونو او په تېره بیا په یمن کې د دغې ډلې د جنګیالیو بې غوري او په شخصي مسایلو کې بوختېدل او په افغانستان کې د جګړې له دوامه د خبرتیا وروسته جهاد ته د اسلامي امت هڅونه او لېوالتیا.
د افغانستان لپاره د الظواهري درېیمه سناریو له بهرنیو ځواکونو سره د طالبانو د جګړو دوام و. په لیک کې ویل شوي چې دا وضعیت زغم ته اړتیا لري. بیا هم، څلورمه سناریو د هغه څه برعکس ده چې تمه کېده؛ هغه پیښه چې القاعدې او ظواهري نه درک کوله. ظواهري په داسې شرایطو کې ویلي چې د دې ډلې جنګیالي باید په هغو جګړو کې بیړه ونه کړي چې نه یې وي ګټلي او موضوعاتو ته باید په مثبت نظر ګوري. د القاعدې د وژل شوي مشر په باور، دا ډله باید په داسې شرایطو کې انتظار وکړي؛ ځکه چې هره ورځ نوي پېښې رامنځته کېږي او ورځنۍ پېښې نوي موارد پیدا کوي.
الظواهري په داسې حال کې له طالبانو او په ځانګړې توګه ملا محمد عمر سره پر خپل نږدېوالي ټینګار کړی، چې دا مهال ملا هبت الله، ملا عمر ته یو له وفادارو کسانو دی، چې د هغه له مړینې وروسته یې ځای ناستی ټاکل شوی. دغه چلند او په ورته وخت کې په کابل کې د الظواهري وژل کېدل په افغانستان کې د القاعدې د مشرانو د شتون او د دواړو ډلو تر منځ د نږدې اړیکو احتمال پیاوړی کوي. همدارنګه د القاعدې د مشر وژل کېدل او په ځانګړې توګه د غدارو طالبانو په اړه د هغه نظر، په دې پیښه کې د یو شمېر طالبانو د ونډې بحث یو ځل بیا راپورته کوي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری طالب مشران له ملا هبت الله سره د هغه د سخت چلند له امله ورسره اختلاف لري او د الظواهري د ډلبندۍ پر بنسټ د غدارو طالبانو په لېست کې شامل دي.
د ایران له اسلامي جمهوریت سره د القاعدې اړیکې؛ د الظواهري لیک پرې د تایید مهر لګوي
ایمن الظواهري د خپل لیک په یوه برخه کې له ایران سره د اړیکو مسله له «نویو صفویانو سره د مقابلې» تر سرلیک لاندې یاده کړې ده. هغه بن لادن ته په اشارې سره ويلي چې د ايرانيانو له خوا یې وروستى ليک ترلاسه کړی او په هغه کې د ايران د اسلامي جمهوريت له خوا شرايط وړاندې شوي دي. القاعدې ته په خپل لیک کې د ایران اسلامی جمهوریت خبرداری ورکړی که د القاعدې عرب مشران ایران ته لاړ شي او د دغه هېواد له لارې د پیسو راټولولو او نورو کارونو د ترسره کولو چارې همغږې کړي نو ایران به ورسره کومه ستونزه ونلری. په هرصورت، دا په ګوته شوي چې دا پروسه له رسمي لارو نه ترسره کېږي، بلکې له غیر رسمي او قاچاقي لارو کېږي. د ایران د اسلامي جمهوریت لخوا القاعدې ته په استول شوي لیک کې هوايي ډګرونه د رسمي لارو په توګه یاد شوي او ویل شوي چې القاعده باید له قاچاقي لارو لکه د ترکیې او داسې نورې لارې وکاروي. د ایران بل شرط له ایرانیانو سره د القاعدې د تعامل نه کول دي، چې له ایراني اتباعو به کار نه اخلي او په القاعده کې به یې نه ګماري. د ظواهري په لیک کې له دغې ډلې د ایران د غوښتنو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
اېمن الظواهري بن لادن ته په یوه لیک کې اندیښنه څرګنده کړې چې دا شرایط به د القاعدې د زندانیانو د بندي پاتې کېدو په موخه ترسره شي؛ ځکه تر دې مخکې د القاعدې ډېر غړي په ایران کې کلابند پاتې وو. دا کسان د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته ایران ته ولاړل او په کورونو کې نظربند پاتې شول. د یوه عرب څېړونکي په وینا له دغو بریدونو وروسته د القاعدې ډېرو ځواکونو او عناصرو په ایران کې پناه واخیسته، ځینې یې محاصره شول او نور یې د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته ولاړل. البته د دغه څېړونکي په وینا د دې کسانو بندول قید نه دی بلکې یو داسې بهیر دی چې له مخې یې د ایران د ښارونو تر منځ تګ راتګ نه شي کولی، خو د ایران د سپاه پاسداران ځواک د هغوی څارنه کوي او تر کنټرول لاندې یې دي. په دغو بندیانو کې یو شمیر کسان لکه ابو خالد السوري او ابو الخیر المصري هم شامل وو. د ابو مصعب الزرقاوي، مراکریکار (کرد بن لادن) او ابو قاسم په ګډون یو شمېر نور کسان له ایرانه د ترانزیتي نقطې په توګه کار اخلي او د امریکا پر وړاندې د القاعدې جګړې ته د دوام ورکولو لپاره خپلو هېوادونو ته ولاړل. هغه وايي چې د اسامه بن لادن دوه زامن سعد او خالد هم د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته په ایران کې تر څارنې لاندې وو او هلته اوسېدل. له دې جملې ابو محمد المصري د القاعدې ډلې له مشرانو څخه و، چې د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې په تهران کې د موساد ځواکونو له خوا ووژل شو. دغه راز د القاعدې بل مشر سیف العدل هم په زاهدان کې په ښکاره ډول فعالیت کوي. باید وویل شي، چې دغه کس د الظواهري له وژل کېدو وروسته د القاعدې ډلې مهم مشر بلل کېږي. الظواهري بن لادن ته په یوه لیک کې ویلي چې ایران ته د القاعدې د غړو د تګ راتګ مسله باید وڅېړل شي. د هغه په وینا، که اړتیا وي، القاعده کولی شي له سُني کردانو او بلوڅانو سره چې د دې ډلې متحدین دي، او آن د اهواز له شیعه عربانو سره اړیکې جوړې کړي. ظواهري یادونه کړې چې القاعده باید په دې مسله کې د ګټو او زیانونو انډول وساتي. هغه د بندیانو په اړه خبرې اترې او په نورو هېوادونو کې د دغې ډلې له نورو جنګیالیو سره د اړیکو د احتمال څېړل د دې ارزونې برخه وبلله، خو شک یې څرګند کړ چې ایران به القاعدې ته اجازه ورنه کړي چې په عراق او یمن کې له خپلو جنګیالیو سره مرسته وکړي؛ ځکه د هغه په وینا دا ډول مسایل د اسلامي جمهوریت له سیاستونو سره په ټکر کې دي. له دې ټولو قضیو سره سره د القاعدې وژل شوي مشر په خپل لیک کې ویلي چې دی او زوم یې هم په دې اړه د تبلیغاتو کولو په حال کې دي.
باید وویل شي، چې سي آی اې تر دې مخکې په پاکستان کې د اسامه بن لادن له پټنځایه د ترلاسه شویو اسنادو یوه برخه خپره کړې وه. دا اسناد په ۲۰۱۱ کال کې ترلاسه شوي وو او په هغو کې د القاعدې مشرانو له ایران سره خپلې اړیکې ارزولې وې. په اسنادو کې د القاعدې لپاره د پیسو او وسلو لېږدول او د روزنیزو کمپونو د جوړولو په برخه کې د ایران پر مرستو سربېره، په دې اسنادو کې د القاعدې لپاره د ایران غوښتنه ښودل شوې چې په سعودي عربستان او فارس خلیج کې د امریکا پر ګټو بریدونه وکړي. له ایران سره د القاعدې خبرې او تړون د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو مخکې د ابوحفض الموریتاني له خوا ترسره شوی، که څه هم د دغو اسنادو ځینې برخې په ډاګه کوي چې دواړه لوري په ځینو مسایلو کې موافق نه دي چې د جنجالونو په دوام کې د بن لادن د کورنۍ او ایراني دیپلوماتانو د یرغمل کېدو لامل شو. خو ایران تر اوسه له القاعدې سره د اړیکو لرل رد کړي او تل یې ویلي چې د دې ډلې پر ضد یې هر څومره چې ممکنه وه اقدام کړی دی.
د یمن جګړه او د القاعدې فرصت غوښتنه
په لومړیو کې د یمن له حکومت سره د حوثیانو جګړه ان د کوچینیوعملیاتو په بڼه، بن لادن ته د الظواهري د لیک یوه مهمه مساله وه. الظواهري په خپل لیک کې ویلي چې د یمن پېښه « لویه چاره» ده او پر مخ بیول یې لا زیات تدبیر، زړورتیا او زیار ته اړتیا لري. د الظواهري په وینا، القاعده باید لومړی اسلامي نړۍ په ځانګړې توګه د یمن خلک د جګړې د پرمخ بیولو لپاره سمبال کړي او د انتظار له حالته یې د اقدام او سرښندنې پړاو ته ورسوي. دغه سمبالتیا د القاعدې د «پانګې او اصلي جګړې» په توګه یاده شوې ده. د الظواهري په وینا، که القاعده شبکه په دې جګړه کې بریالۍ شي، په پوځي مقابله کې به له ماتې سره سره تر دې په سترو جګړو کې هم بری خپل کړی.
هغه د دې ډلې د یوه مشر شیخ ابو عبدالله یادونه کړې ده او ویلي یې دي، چې دغه کس د یمن خلک، قومونه، مشران او پوهان په پرلپسې توګه هغه څه ته هڅوي چې« یوه خطرناکه، مهمه او واجبه» دنده بلل شوې ده. داسې هڅونه چې کېدای شي په ځینو موردونو کې په اجباري ډول هم ترسره شي، ځکه چې د القاعدې د وژل شوي مشر په وینا، دا سړی د یمن په خلکو کې ځانکړی محبوبیت لري. هغه غوښتنه کړې چې د القاعدې د دغه مشر وینا دې ان یوه ورځ هم نه ځنډول کېږي. هغه په لیک کې د دغو ویناوو په اړ داسې پوښتنې هم مطرح کړې چې د هغه هېواد د خلکو د فکر کولو او هڅولو لامل کېږي. د دې ترڅنګ د امریکا او د هغې د متحدینو د ځواکونو د مستقیمې مداخلې په شرایطو کې د جګړې د واجب والي په اړه د یمن د علماوو پر فتوا تمرکز او د القاعدې د غوښتنې پر بنسټ د دغې فتوا اصلاح هغه څه دي چې په دې لیک کې پرې ټینګار شوی دی او د هغه هېواد د قومونو په مدیریت کې د دغو ویناوو رول د پام وړ بلل شوی دی. نوموړي په ليک کې ليکلي، چې د دا ډول پوښتنو له راپورته کېدو وروسته بايد په لومړي ګام کې له حکومت سره د نه همکارۍ او په دويم ګام کې د پاڅون موضوع راپورته شي. په دویم پړاو کې د القاعدې لپاره د جګړې، یرغل او نیونو وړاندوینه هم شوې ده. هغه له بن لادن نه غوښتې چې د یمن په شاوخوا کې القاعده ځاي پرځای کړي. ځکه د الظواهري په وینا د القاعدې جګړه دوامداره او اوږدمهالې ده. هغه د یمن د جګړې دوه مهمې موردونه د خلکو عمومي سمبالتیا اړیکې، هڅونه او د دغې ډلې د جنګیالیو د ژوند پر ژغورلو ټينګار بللی دی، ځکه د هغه په وینا د القاعدې فعالیت باید دوامداره وي. په لیک کې راغلي:« جګړه به خامخا پیل شي، او دا مساله له لېرې نه شي کنټرولېدای او بیا به په احساساتو سره د خپلو وروڼو (القاعده جنګیالیو) واګي په خپل لاس کې واخلو. نو سپارښتنه به ورته کېږي چې استقامت وکړي، خپل ځان تثبیت کړي، تمرکز وکړي او خپل بریدونه بېرته زیات کړي. (دا ځواکونه) لېواله دي هغه ځواکونه راټول کړي چې دوی ورسره مینه او(ګډ) احساسات لري. زه پوهېږم چې زموږ وروڼه داسې جګړې ته نه ځي چې مقاومت پکې ونه کړای شي، او هغوی دغه تمایل عاقلانه ګڼي.
حوثيان له سیاسي پلوه په ۱۹۹۴ کال کې د شیعه اسلام په ګروهنې سره رامنځته شول او په ۲۰۰۴ کال کې یې د یمن حکومت پر ضد پوځي عملیات پیل کړل. دا ډله د ایران د حکومت له ملاتړه برخمنه ده. که څه هم په دې جګړه کې د ګډون لپاره د القاعدې موخې په لومړي سر کې څرګندې نه وې، خو وروسته څرګنده شوه چې په جنګي شرایطو کې د واک ترلاسه کول، د المکلا، نجبر او جعار ښارونو نیول او له زندانه د القاعدې د مهمو مشرانو خوشې کول د یمن په جګړه کې د دې ډلې مهمې موخې وې. خو په وروستیو کلونو کې د خپلمنځي اختلافاتو، د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو او له داعش سره د جګړې له امله القاعدې په یمن کې جګړه له لاسه ورکړه او په وروستیو کلونو کې یې ښارونه یو په بل پسې له لاسه ووتل.
اوباما ته د خبرداري لیک؛ فلسطین د القاعدې لپاره د مهم ځای که یوه پلمه؟
د الظواهري د لیک یوه برخه د فلسطین اړوند مسایلو ته ځانګړې شوې ده، لکه اوباما ته پر دغې جغرافیې په تمرکز سره د اسیرانو او بندیانو په اړه د خبرداري د لیک استول. د القاعدې دغه مشر بن لادن ته ویلي چې اوباما ته د یوه ګواښنده لیک د لیکلو په برخه کې ورسره موافق دی او اطاعت ترې کوي. دا لیک د ۲۰۱۰ کال په مې میاشت کې اوباما ته استول شوی و او په هغه کې د نورو مسایلو تر څنګ القاعدې د امریکا ولسمشر بارک اوباما او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جنرال پټریوس ته خبرداری ورکړی و چې وبه یې وژني. په لیک کې اسامه بن لادن یادونه کړې چې د القاعدې جنګیالي باید د جوبایډن له ترورولو ډډه وکړي، ځکه چې هغه په دې باور دی چې بایډن واک ته له رسېدو وروسته امریکا د یوه ناورین پر لور بیولای شي. بالاخره د دغه لیک اصلي بڼه په ایبټ اباد کې د بن لادن له پټنځایه ترلاسه شوې وه.
امریکا ته د القاعدې ګواښونه یوازې په دغه لیک پورې محدود نه وو. الظواهري بن لادن ته په خپل لیک کې ویلي چې د فلسطین په اړه د القاعدې د یوه مشر ابو عبدالله ګواښ د دغه کس له پخوانیو ګواښونو سره په ټکر کې دی. هغه ویلي دي چې باید زیاته کړې وای چې «امریکا به تر هغه وخته کراري ونه ګوري تر څو چې په فلسطین کې په رښتیني ډول ژوند ونه کړو» دا یې هم باید زیاته کړې وای چې «یرغلګر ځواکونه دې د اسلام د پیغمبر له خاورې نه ووځي». د الظواهري په وينا، د فلسطين مسئلې ته پاملرنه د القاعدې یوه له مهمو او پیاوړعواطفو ده؛ ځکه دغه ډله له حقوقي اړخه فلسطین له ټولو اسلامي خاورو سره برابر ګڼي. خو د القاعدې وژل شوي مشر ویلي چې د امریکا امنیت یوازې له فلسطین نه په وتلو پورې تړلی نه دی او په یو ډول یې له ټولو اسلامي هېوادونو د دغه هېواد پر وتلو ټینګار کړی دی. هغه ویلي، چې په فلسطین ټینګار د القاعدې لپاره ښه خبره ده خو د اسلامي نړۍ نورې برخې هم باید ورګډې شي. دا ټینګار دا روښانه کوي چې القاعده هڅه کوي فلسطین په نورو ځایونو کې د جګړې د دوام لپاره په یوې پلمې بدل کړي.
د لیک په بله برخه کې الظواهري د القاعدې د سازمان د حقوقي او اداري مشر په توګه د عطیه الله اللیبي د ټاکلو په ګډون د القاعدې د داخلي بدلونونو په اړه بحث کړی چې د الظواهري د وړتیا په اړه له پوښتنې سره مل دی. په پام کې وه، چې دغه کس په افغانستان کې له جګړې وروسته د القاعدې د ماموریت لپاره عراق ته ولاړ شي، خو د ځینو دلایلو له امله د پاکستان په وزیرستان کې پاتې کېږي. نوموړی په ۲۰۱۰ کال کې دې مقام ته ورسېد او بیا په همدې کال کې د امریکايي ځواکونو د هوايي بریدونو په پایله کې د پاکستان په میرانشاه کې له خپلو دوو زامنو سره ووژل شو. په لیک کې الظواهري په عراق کې د اسلامي دولت د ډلې د مشر ابو عمر البغدادي او د عراق د مجاهدینو د شورا د یوه جګپوړي مشر ابو حمزه مهاجر د وژل کېدو یادونه هم کړې ده. حميد داوود محمد جليل الزاوي د ابو عبدالله راشد البغدادي، ابو عمر البغدادي، ابو حمزه البغدادي او ابو عمر القريشي البغدادي په مستعارو نومونو سره په ۲۰۱۰ کال کې په عراق کې د اسلامي دولت مشر و.
هغه د عراق د مجاهدینو د شورا مشر او د بغداد د شمال په تکریت کې د القاعدې یو له جګپوړو مشرانو و. پر دې سربېره چې البغدادي د القاعدې یو له خورا مرموزو مشرانو و، د عراق د پوځ یو سني افسر و چې په بغداد کې د مرکزي حکومت د شیعه فرقې د ملاتړو سیاستونو له امله له ۲۰۰۳ کال وروسته د عراقي اردو له لیکو نه وشړل شو او له القاعدې سره د یوځای کېدو لاره ورته هواره شوه. نوموړی بن لادن ته د دغه لیک له استولو یوه میاشت مخکې په عراق کې ووژل شو. دغه راز عبدالمنعم عزالدین علي البدوي د ابو حمزه مهاجر او ابو ایوب المصري په مستعارو نومونو سره د عراق د مجاهدینو د شورا یو له لوړ پوړو مشرانو او د عراق د اسلامي دولت د دفاع وزیر و او په مصر کې یې د اخوان المسلمین د وسله وال غړیتوب مخینه لرله. هغه هم د دغه لیک له استولو دوه اوونۍ مخکې د عراق په شمال کې د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو.
ایمن الظواهري په خپل لیک کې د« د نبي تر بېرغ لاندې مبارزینو» په نوم د یوه کتاب د چاپ او اډېټ یادونه کړې چې په هغه کې یې پر امریکا پر برید تمرکز کړی دی. د دغه کتاب ځینې برخې لا د مخه د القاعدې یو شمېر غړو ته لېږل شوې څو یې په تړاو خپل نظر څرګند کړي. هغه ویلي دي چې که په همدې میاشت کې نظرونه ترلاسه نه شي او یا مهم نه وي، نو خپل کتاب به خپور کړي. د دغه كتاب عربي نوم «فرسان طه رح النبي» دى او څو برخې لري، چې لنډيز يې په لومړي ځل د ۲۰۰۱ كال په ډسمبر میاشت كې په الحیات مجله كې چاپ شوى دى. د دغه کتاب لیکوال ایمن الظواهري دی. د کتاب لومړۍ برخه ۴۹۷ مخونه لري او د همدې برخې دویم چاپ بالاخره له بدلونونو سره د ۲۰۱۰ کال په وروستیو کې خپور شو. په پای کې، الظواهري اسامه بن لادن ته یادونه کړې چې لیک یې له منځه یوسي. خو اسامه بن لادن له وژل کېدو شاوخوا ۱۱ کاله او د الظواهري له وژل کېدو شاوخوا څلور میاشتې وروسته دغه لیک له جزیاتو سره خپرېږي.
دغه لیک په داسې حال کې خپرېږي چې ایمن الظواهري د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ووژل شو. بن لادن ته د هغه د وروستي لیک منځپانګه لا هم په افغانستان کې د القاعدې د اوږدمهالو پلانونو ښودنه کوي. هغه پلانونه چې کېدای شي د القاعدې لخوا د ملا محمد عمر د شاوخوا کسانو په ځانګړې توګه له ملا هبت الله سره په همکارۍ او همغږۍ کې پلي شي. په دغه لیک کې بل مهم ټکی د ایران او القاعدې د اړیکو نور په ډاګه کېدل دي. په عین وخت کې د پاکستاني طالبانو د تحریک په ځواکمنېدو سره، چې الظواهري یې یوه لسیزه مخکې وړاندوینه کړې وه، څرګنده نه ده چې په افغانستان، ایران او پاکستان کې به له طالبانو ډلې سره د القاعدې د اړیکو راتلونکی څرنګه وي.