۸صبح، فراه: فراه ولایت کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې طالبانو د دغه ولایت اوسېدونکي د کمسارو مرغانو له ښکار څخه منع کړي دي.
سرچینې یکشنبه د مرغومي پر پنځهویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د دغه ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره د مرغانو ښکار منع کړی دی.
دغه ریاست همداراز د فراه له اوسېدونکو غوښتي، چې د اوبو له پراخ کارولو مخنیوی وکړي.
په همدې حال کې د فراه ولایت یو اوسېدونکی وایي، چې طالبانو خبرداری ورکړی ترڅو له دې وروسته کمساري مرغان ښکار نه کړي او که له دې امر څخه سرغړونه وکړي چلند ورسره کېږي.
طالبانو په داسې حال کې د فراه اوسېدونکي د مرغانو له ښکار څخه منع کړي، چې اوسمهال عرب شیخان په نیمروز ولایت کې د طالبانو په امکاناتو د کمسارو مرغانو پر ښکار بوخت دي.
ویل کېږي، چې عرب شیخان لا هم په فراه ولایت کې د مرغانو ښکار ته دوام ورکوي.