پر اوکراین د روسي ځواکونو په برید او د دې هېواد په ختیځ کې پر دونباس سیمه کې د روسي ځواکونو د بریدونو په زیاتوالي سره، پر یوې استوګنې ودانۍ راکټي برید وشو.
نړیوالې رسنۍ د دونباس د ځايي والي له قوله راپور ورکړی، چې په دونتسک سیمه کې پر یوه پنځه پوړیزې ودانۍ راکټونه لګېدلي دي. د دغو راکټونو په ډزو کې دا ودانۍ نړېدلې چې له امله یې شپږ تنه مړه او دېرش نور ټپيان شوي دي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دا پېښه د شنبې په ماښام په چاسيویار ښار کې شوې او د سیمې د اوسېدونکو د معلوماتو له مخې، ښايي ۳۴ تنه لا هم تر خاورو لاندې وي.
د اوکراین ولسمشر د دفتر رییس اندري یرماک دا ترهګر برید بللی او یو ځل بیا یې ټینګار کړی، چې روسیه باید د ترهګرۍ ملاتړی هېواد وبلل شي.
د اوکراین په ختیځ کې د دونباس او لوهانسک سیمو د بشپړ نیولو لپاره د روسي ځواکونو بریدونه یو ځل بیا پراخ شوي دي.