د طالبانو تر لاس لاندې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ورودي دروازې په مخکې د دوهم برید په ترڅ کې د دغه وزارت دوو ډیپلوماټانو او څلور نورو غیر پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر دې وړاندې هم په یوه بل ځانمرګي برید کې د طالبانو تر لاس لاندې د بهرنیو چارو وزارت ۲۳ کارکوونکي ووژل شول او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپیان شول. شنونکو په هغه وخت کې افغانستان د «ترهګرو جنت» په توګه یاد کړ. اوس د پخواني حکومت ارشد دیپلوماتان د بهرنیو وزارت په کارکوونکو دوهم برید «قصدي او عمدي» بولي. د هغوی په وینا، طالبان د پخواني حکومت په ډیپلوماټانو باور نه لري او له دې لارې غواړي ددغه وزارت نخبه شخصیتونه له منځه یوسي. د طالبانو تر لاس لاندې په بهرنیو چارو وزارت د تازه برید مسوولیت تر دا مهاله هېڅ ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د پخواني دولت له کلیدي بنسټونو نه و چې د تېرو ۲۰ کلونو په لړ کې تر بریدونو لاندې نه و راغلی. دغه وزارت په یو خوندي او د شدیدو امنیتي تدابیرو ترلاندې ځای کې موقعیت لري چې په تېر کې ځانمرګو بریدګرو نشوای کولای ځان هغه ځای ته نېږدې کړي، خو پر هېواد د طالبانو د بیا واکمنېدو راهیسې دا دوهم ځل دی چې ځانمرګی برید پرې ترسره کېږي.
په کابل کې د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ، دوشنبه د وري په ۷مه نېټه وویل چې د بهرنیو وزارت مخې ته د دغې ډلې د جګړه مارانو د پلټنې په تم ځای کې د ځانمرګي برید په پایله کې شپږ غیر پوځیان وژل شوي او د طالبانو د درېیو غړو په ګډون څو تنه ټپیان شوي دي. خالد ځدراڼ د ټوېټ په خپرولو سره وړاندې ویلي دي چې دغه برید د کابل ښار د دوهمه حوزې اړوند د ملک اصغر په څلورلاري کې د پلټنې په یوه تم ځای کې رامنځته شوې ده. له بل پلوه، د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت ادعا وکړه چې ځانمرګی بریدګر د هغوی له لوري وپېژندل شو او د طالبانو د جګړه مارانو د ډزو په پایله کې ووژل شو. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د ځانمرګي بریدګر چاودېدونکي مواد د دغې ډلې د جګړه مارانو د ډزو په جریان کې، وچاودېدل. دغه ځانمرګی برید له غرمې وروسته په ۱:۱۰ د کارکوونکو د رخصتۍ پر مهال رامنځته شو.
په همدې حال کې، باخبره سرچينې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې د دغه برید په پایله کې د پخواني حکومت څلور تنه ډیپلوماټان وژل شوي دي. سرچینو تر دا مهاله د دغه ځانمرګي برید د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي. سربېره پر دې، د طالبانو تر لاس لاندې د بهرنیو چارو وزارت د دوو تنو ډیپلوماټانو عکسونه په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي. یوه سرچینه ۸صبح ته مني چې امان الله سلیم او اسدالله امیري، د دغه وزارت له ډیپلوماټانو نه وو چې د طالبانو تر لاس لاندې د بهرنیو چارو وزارت د دروازې مخې ته د ځانمرګي برید په پایله کې ووژل شول. بل لوري ته په کابل کې ایمرجنسي روغتون اعلان وکړ چې د پېښې له ځای نه دوه مړي او ۱۲ ټپیان دغه روغتیايي مرکز ته وروړل شوي دي چې په ټپیانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
یو عیني شاهد ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړی له خپلو همکارانو سره یوځای له بهرنیو وزارت نه د بهرکېدو په حال کې وو. نوموړی چې دغې پېښې ډېر وېرولی دی، وايي: «هېڅ باور او اعتماد نه شته چې دا کار خپله [طالبانو] نه وي کړی؛ ځکه چې د دغې ډلې جنګیالي له برید وروسته ډېر په راحت خیال ولاړ وو او داسې ښکارېده چې د پېښې له جریان نه باخبره وو. دقیق نه پوهېږم چې څه خبره وه، خو داسې احساس کوم چې د طالبانو د سیالیو قرباني شوي یو.» د پېښې دغه شاهد چې د طالبانو تر واک لاندې په بهرنیو وزارت کې کار کوي، باورمند دی چې د دغې ډلې جنګالي د اعتماد وړ نه دي او د خلکو د ځان او مال خوندیتوب د هغوی لپاره ارزښت نه لري.
دغه راز، له دې پېښې وروسته هغه انځوریزې ویډیوګانې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د یوه ټپي شوي ماشوم چیغې ښيي. دغه ماشوم چې په ظاهرا د یوه ټکسي چلوونکي له لوري روغتون ته لېږدول کېږي، په دردونکي غږ وايي: «ما ولېږدوئ، زه مړ کېږم، ما ژاولې پلورلې.» ټکسي چلوونکی هغه ته ډاډ ورکوي، خو هغه له ډېر درد نه اوړي رااوړي او ژاړي. همداراز یو بله ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ده چې د روژې په میاشت کې د یوه هېوادوال حیرانتیا ښيي. دغه هېوادوال وايي: «یو کس څنګه کولای شي د روژې په میاشت کې ځانمرګی برید ترسره کړي.» په همدې حال کې، د پخواني حکومت ډیپلوماټه اصیلا وردګ، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د طالبانو اداره د افغان ډیپلوماټانو نه د ساتنې په برخه کې پاتې راغلې ده.» نوموړې وايي: «په بهرنیو چارو وزارت برید هغه هم د مامورینو د رخصتۍ پرمهال چې تېر ځلي هم ورته برید ترسره شو، عمدي او قصدي دی. په همدې ډول غواړي د تجربې خاوندان کارکوونکي چې لاهم د بهرنیو وزارت په تخنیکي او مسلکي برخه کې په کار لګیا دي، له منځه یوسي او په اطمینان سره ویلی شو چې کېدای شي دا دوهم او وروستی برید نه وي.» مېرمن وردګ هیله منه ده چې طالبان له ډیپلوماټانو نه د ساتنې په برخه کې ډېرې هڅې وکړي.
مېرمن وردګ باور لري چې طالبان د دغه وزارت په پخوانیو ډیپلوماټانو باور نه لري او د شک په سترګه ورته ګوري. دغه پخوانۍ ډیپلوماټه وړاندې وايي: «له بده مرغه د طالبانو اداره په تېره هغه کسان چې د بهرنیو وزارت په مشرتابه کې دي، په پخوانیو مامورنیو اصلا باور نه لري او د هغوی کارونو ته د شک په سترګه ګوري. په داسې حال کې چې د ډیپلوماټانو هغه ډله چې په کابل کې پاتې دي، د وزارت له معصومو او مسلکي کادرونو نه دي چې ټولو یې د خپل لیاقت او استعداد له امله او له واسطې پرته وزارت کې په کار ګومارل شوي او کلونه یې خدمت کړی دی.»
(یوناما) یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی مرستندوی ماموریت د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته نېږدې د چاودنې په غبرګون کې ویلي دي چې د ورځنیو فعالیتونو په جریان کې د غیر پوځیانو په نښه کول، د نه منلو وړ یو امر دی. یوناما دوشنبې د وري په ۷مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي دي داسې ویل کېږي چې په دې پېښه کې ځاني تلفات ډېر دي او د هغوی په منځ کې یو ماشوم هم شامل دی. بل لوري ته، د افغانستان لپاره د اروپا د اتحادیې ماموریت هم د یوه ټوېټ په خپرولو سره ویلي دي چې په دې چاودنه کې یو شمېر بې ګناه خلک وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې چې په هېواد کې ځانمرګي بریدونه د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نظر د اختلافونو له امله ترسره کېږي. د دغې جبهې د ادعا له مخې، د بهرنیو وزارت د دروازې ترمخې په چاودنه کې د طالبانو اته غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. د دغې جبهې د غړو د ادعا پر بنسټ، په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
دا ټول په داسې حال کې دي چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې همدې ته ورته ځانمرګی برید د بهرنیو چارو وزارت ته نېږدې ترسره شو. یاد ځانمرګی برید د چهارشنبې په ورځ د مرغومې په ۲۲مه د مازیګر په ۳:۳۰ ترسره شو. د پېښې د شاهدانو د خبرو پر بنسټ، ځانمرګي بریدګر ځان د طالبانو د بهرنیو وزارت د ورودي دروازې مخې ته ورساوه او خپل چاودېدونکي مواد یې وچاودول. د یاد ځانمرګي برید په پایله کې، د دغه وزارت ۲۳ تنه ډیپلوماټان ووژل او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپیان شول. سرچینو ومنله چې د ټپیانو په منځ کې ۲۵ تنه د هغوی د دغه وزارت پخواني کارکوونکي او پاتې نور طالبان او عام خلک وو. د یاد برید مسوولیت داعش په غاړه واخیست.
تر دې وړاندې د (سنتکام) یا د امریکا د مرکزي قوماندانۍ رییس جنرال مایلک کوریلا، ویلي دي چې داعش په افغانستان کې یوازې شپږ میاشتې بهرنیو بریدونو ته د قابلیت پیدا کولو نه واټن لري. طالبانو چې تل په افغانستان کې د داعش حضور رد کړی، ادعا کړې ده چې تازه یې د دغې ډلې درې تنه کلیدي غړي په افغانستان کې وژلي دي.