پنجشیر کې د یوې کورنۍ دوهم غړي د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شو

٨صبح، پنجشیر: پنجشیر کې ځایي سرچینې وایي چې د یوې کورنۍ دوهم زوی هم د طالبان د وهلو ټکولو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

سرچینې له ٨صبح سره په خبرو کې، مني چې (احمدولي) د چهارشنبې په ورځ (غوایي په ٢٧مه)، د کابل له اړونده سیمو نه ونیول شو او یوه ورځ وروسته طالبانو یې مړی کورنۍ ته وسپاره.

د سرچینو په وینا، طالبانو د احمدولي کورنۍ ته ګواښ کړی چې په دې اړه دې له رسنیو سره خبرې نه کوي.

احمد ولي، تېر حکومت کې د جنایي جرمونو د ترسره کولو په تور، لږه موده زندان کې تېره کړې او د طالبانو له واکمنېدو وروسته بېکاره شوی و.

تر اوسه پورې ددغه ځوان د وژلو انګېزه او نیول کېدلو لامل مالوم ندي.

ویل کیږي چې د احمدولي ورور (شمس الله) هم تېر کال په لیندۍ میاشت کې، د طالبانو تر شکنجې لاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ. نوموړی له ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیول شوی و.

Back to top button