بادغیس کې د یونیسف د دفتر یو ساتونکی په مرموز ډول وژل شوی

۸صبح، بادغیس: له بادغیس ولایته سیمه‌ییزې سرچینې وایي، چې ددغه ولایت په مرکز کې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د ساحوی دفتر یو ساتونکی وژل شوی دی.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دا پېښه تېره یکشنبه (کب ۲۸) د بادغیس ولایت د مرکز قلعه‌نو ښار دویمې ناحیې اړوند د یونیسف په ساحوي دفتر کې رامنځته شوې ده.

په بادغیس کې طالبانو د یونیسف د دغه ساتونکي وژل کېدل تایید کړي او ویلي یې دي، چې د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي، چې دغه ساتونکي په تېروتنه په خپل ځان ډزې کړي دي.

د وژل شوي کس هویت نه دی په ډاګه شوی.

تر اوسه په کابل او بادغیس کې د یونیسف مرکزي دفتر او یا سیمه‌ییز دفتر چارواکو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د یادونې وړ ده، چې په بادغیس کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د امنیتي ډلې د غړي وژل کېدل، بې‌ساري دي.

ورته لیکنې

Back to top button