کندهار کې د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل شو

په کندهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز پرانیستل. په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د سوداګرۍ او صنعت او د مالیې وزارتونه او دغه راز د صادراتو په چارو کې د ولسمشر د سلاکارۍ دفتر لوړوپوړو چارواکو او استازو ګډون درلود.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، یاد مرکز د دوشنبې په ورځ د غبرګولي په ۱۰مه، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني، د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار جلال الدین سعید، د مالیې وزارت مرستیال عالم شاه‌ ابراهیمي او د کندهار والي روح‌الله خانزاده له خوا رسماً پرانیستل شو.

د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په وينا، یاد مرکز د صادراتو په برخه کې د اسانتیاوو په پار جوړ شو. د نوموي په وينا، د افغانستان د صادراتو تر ټولو لوی اقلام کرنیز محصولات دي او په کندهار کې د یاد مرکز جوړېدل کولی شي چې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د لړۍ په ښه والي کې ډېرې مرستې وکړي.

د کرنې وزارت طبیعي سرچینو مرستیال زياته کړه، سوداګرو او صادروونکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په پار اړتیا دا وه چې ټولې هغې شعبې، چې صادراتي اسناد یې طی مراحل کول تر یوه چتر لاندې راشي. اوس دغه شعبې د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې تر یوه چتر لاندې راغلې.

ښاغلي غفوري په ټینګار سره وویل، له دې وروسته اړتیا نشته چې سوداګر د خپلو اړوندو صادراتي محصولاتو د طی مراحل کولو په پار مختلفو ادارو ته مراجعه وکړي او خپل وخت ضایع کړي.

د کندهار والي روح‌الله خانزاده د یاد مرکز په پرانیست غونډه کې وویل، چې په کندهار کې د سويل لوېدیځې حوزې په کچه د صادراتي محصلاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز په پرانیستلو سره به د کندهار او ددې زون په سوداګرۍ او صادراتو کې په پراخه کچه زیاتوالی راشي او سوداګرو ته به اسانتیاوې رامنځته شي.

 د کندهار والي وویل، ددې مرکز پرانیستل، د سوداګرو د صادراتو پروسه چټکوي، د فساد مخنیوی کوي او همدارز د کاغذ‌پرانۍ پروسه هم له منځه وړي.

په ياده غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثاراحمد غوریاني په خپلو څرګندونو کې وویل، افغان حکومت په هېواد کې د سوداګرۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري او په همدې موخه یې د ولسمشر په ځانګړې لارښوونې سره د صادراتي محصلاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز د لومړي ځل لپاره په کندهار کي پرانیست، چې په دې سره به د کندهار او سوېل لوېدیځې حوزې د ټولو سوداګرو هغه ستونزې، چي په صادراتو کي یې درلودې له منځه ولاړي شي.

ښاغلی غوریاني زیاته کړه، له دې وروسته دې ته ورته نور مرکزونه به هم د هېواد په نورو زونونو کي پرانیزي، چې په ترسره کېدو سره به یې هېواد کې سوداګري په پراخه کچه پرمختګ وکړي.

د ياد غونډې بل ويناوال د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار جلال الدین سعید ؤ. نوموړي وويل، د صادراتي محصولاتو د اسنادو د طی مراحل کولو واحد مرکز جوړول د هغو سوداګرو د هڅو پایله ده چې کلونه ـ کلونه یې د هېواد په هر ډول حالاتو کي افغاني تولیدات نړیوالو بازارونو ته رسولي دي.

د ولسمشر سلاکار زياته کړه چې، د کورنیو محصولاتو د صادراتو لړۍ د ښه والي په پار حکومت د نورو اسانتیاو رامنځته کولو ته ژمن دی.

ورته لیکنې

Back to top button