په پاکستان کې د پولیسو د موټرو پر کاروان ځانمرګي برید یو تن وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي

د پاکستان امنیتي چارواکو تایید کړې، چې په بلوچستان ایالت کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو پر کاروان د ځانمرګي برید په پایله کې یو پولیس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، دا برید د شنبې په ورځ )د جون په ۲۴ مه( د یوې ښځینه ځانمرګي بریدګرې له خوا ترسره شو.

په دې سيمه کې يوه جګپوړي دولتي چارواکي بشيراحمد وويل چې د دغه بريد هدف د سرحدي ځواکونو يو کاروان و، خو د پوليسو هغه موټر چې د دغه کاروان د امنيت مسووليت يې په غاړه و، په نښه شو.

د دغه برید پړه د بلوچستان د آزادۍ پوځ په غاړه اخیستې ده.

د دغه پوځي غورځنګ وياند جياند بلوڅ په يوه پيغام کې ادعا کړې، چې دا بريد د دوى کسانو کړى دى.

دا په تیرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د یوې میرمنې لخوا دوهم ځانمرګی برید دی.

تېر کال هم د پاکستان په کراچۍ ښار کې یوې ښځینه ځانمرګي بریدګرې چینايي وګړي په نښه کړل.

په همدې حال کې د بلوچستان اعلى وزير مير عبدالقدوس بزنجو دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي:«ترهګر غواړي د بلوچستان د پرمختګ مخه ونيسي او امنيتي ځواکونه په نښه کړي، خو د پرمختګ لړۍ به روانه وي.»

د پاکستان بلوچستان ایالت له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ډېرو جګړو شاهد دی.

په دغه ایالت کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي د پاکستان حکومت په تعصب تورنوي او وايي چې د دې ایالت سرچینې کاروي خو د زیربناوو په برخه کې هیڅ نه کوي، دا هغه توردی چې اسلام آباد یي تل ردوي.

Back to top button