کندز کې یوه خیاط ځانوژنه وکړه

۸صبح، کندز: کندز کې سیمهییزې سرچینې وایي، چې په دغه ولایت یوه خیاط ځان ځړولی او خپل ژوند یې پایته رسولی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې ۲۲ کلن محيالدین چې خیاط و، پنجشنبه غرمه د لړم پر نولسمه یې په خپله هټۍ کې ځان ځړولی دی.
تر اوسه د دې لامل، چې هغه ولي داسې یو اقدام کړی روښانه نه دی.
سرچینې وایي، چې غلو یوه ورځ مخکې د کندز ښار په مالبازار کوڅه کې د محيالدین د هټۍ توکي غلا کړي وو.
د ویلو ده، چې تر اوسه له کندز ښاره د ځانوژنې پېښو د ګڼو مواردو په اړه راپورونه رارسېدلی دي.
ډېری دغه پرېکړې د بېوزلۍ، وزګارۍ او له شته وضعیته د نارضایتۍ له امله بلل شوې دي.