د دایکندي په مرکز کې پر یوه کلي د طالبانو برید؛ ۱۱ تنه ووژل شول

۸صبح، دایکندي: په دایکندي کې ځایي سرچینې وايي چې ددې ولایت پر یوه کلي د طالبانو په بریه کې، ددې کلي یوولس تنه اوسېدونکي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د سرچینو په وینا، طالبانو د جمعې په سهار پر د دایکندي د مرکز نیلي ښار اړوند «سیوک شیبر» کلي برید کړی دی.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په غیرمستقیم ډول دا پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده چې له څو کلونو راهیسې د دایکندي د مرکز اړوند شش په نوم کلي کې د دوو قومونو ترمنځ حقوقي دعوا وه او که څه هم دواړه لوري په ځلونو د محکمې له خوا د دعوا د څېړلو لپاره وربلل شوي، خو یو لوری هم نه دی حاضر شوی.
د سرچینو په وینا، د څلورو ماشومانو په ګډون وژل شوي ټول د دوو کورنیو غړي دي.
دوې سرچینې چې په امنیتي لاملونو یې ونه غوښتل نومونه یې په ډاګه شي، ددې پېښې په تاییدولو سره ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، طالبانو دغه کلي ته ټولې ورغلې لارې تړلې او خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د دایکندي لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په وینا، د دوی ځواکونو ددغه کلي یو شمېر اوسېدونکي نیولي او محکمې ته یې سپارلي دي.
د لومړنیو مالوماتو له مخې، طالبانو پر شیوک شيبر کلي له برید وروسته ددې کلي شپږ اوسېدونکي نیولي دي.
سرچینې زیاتوي: «ویل کېږي چې په دایکندي کې د صداقت په نوم ځایي قوماندان له خپلو کسانو سره پر خپلو پخوانیو سیالانو برید کړی خو په دقیقه توګه نه ده څرګنده شوې چې دا د نوموړي کار دی که د بل چا.»
تراوسه پر دغو ملکي وګړو د برید لامل په دقیقه توګه نه دی مالوم شوی.
د طالبانو ځایي مسوولینو ددغه برید د لاملونو په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.
د ویلو ده چې پر افغانستان د طالبانو په تېره څه د پاسه یوه کلنه واکمنۍ کې، دوی وخت ناوخت پر کلیو بریدونه کړي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.