د اسلام پر ضد د طالبانو کودتا
میرزایي

کله چې موږ واک ته د طالبانو د راتګ کلمې څخه کار اخلو، په اتوماتيک ډول څرګندېږي چې طالبانو یو وخت په افغانستان کې د واک او د سیاست چارې په لاس کې لرلې او اوس یو نیم کال تېرېږي چې د افغانانو د واک واګې یو ځل بیا د دوي لاس ته لوېدلې. واک ته د طالبانو بیا راتګ دوی په امتحان کې واچول او نړۍ یې دې ته اړ کړه چې د دې ډلې فعالیت وارزوي ترڅو معلومه کړي چې ایا دې ډلې له خپلو تېرو تجربو څه زده کړي او که نه او له تېرو تېروتنو یې څه نوي زده کړ که نه. نړۍ په پیل کې هیله منه وه او فکر یې کاوه چې نننی طالب د پرون طالب نه دی او تر شا یې شل کاله مبارزه، آزموینې او تېروتنې پرېښې.
تر اوسه د نړۍ هېڅ یو هېواد آن هغه هېوادونه چې په تېرو وختونو کې یې له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. لومړنی انګیرنه دا وه چې د طالبانو نوی حکومت به په ۹۰مه لسیزه کې پر افغانستان د پنځه کلنې واکمنۍ د تجربې له مخې خامخا پر خپل چلند له سره غور وکړي او د بشري حقونو، بیان ازادۍ او نورو مدني حقونو ته به په درناوي سره چلند وکړي، د دې ډلې لپاره څومره چې امکان لري ارزښتونو ته به درناوی کوي. نړیوالی ټولنې په ناپوهۍ سره فکر کاوه اوس چې طالبانو بیا واکمن شوي، نو هڅه به وکړي چې د نړۍ اندېښنې په نظر کې ونیسي او دا چې دوی له نړیوالې ټولنې پرته ژوند نه شي کولای، نو په نوې تجربه کې به له تېرو تېروتنو درس واخلي؛ خو هره ورځی چې د طالبانو له واکمنۍ تېرېږي، دا حقیقت څرګند او روښانه کېږي چې دغې ډلې له تېر څخه څه نه دي زده کړي. ویل شوي چې په کایناتو کې د انسانانو او نورو موجوداتو ترمنځ توپیر دا دی چې انسان له تېرو تجربو زده کړه کوي، خو طالبانو هېڅکله له تېرو تجربو څه نه دي زده کړي.
له ښځو سره د طالبانو چلند یوه مهمه بېلګه ده چې ښیي آیا طالبانو د وخت نبض درک کولو لازم ظرفیت موندلی که نه. په ټولیزه توګه مسلمانانو هیله لرله چې دا ځل به طالبان داسې چلند وکړي چې د نورو لپاره مثال شي او د اسلامي دین عمومي اهدافو سره په لوړ استعداد چلند وکړي او د اسلامي حکومت یوه داسې بیلګه وړاندې کړي چې د مسلمانانو لپاره د ویاړ ځای وي. دا برخه مسلمانان په دې باور دي چې د طالبانو د حکومت بریا یا ناکامي یوازې په افغانستان پورې محدوده نه ده او خامخا به د اسلام پر بنسټ د حکومت کولو ټولې تجربې له ازمیښت سره مخ کړي. یو له دغو انګیرنو څخه چې دا شمیر مسلمانان پرې باور لري دا دی چې د مسلمانانو په توګه ژوند کول ممکن دي، مګر د وخت له پرمختګونو او غوښتنو څخه باید خبر واوسي او په پام کې یې ونیسي او که د مسلمانانو یوه ډله وکولای شي داسې حکومت جوړ کړي، نو بې له شکه چې د مسلمانانو له لاسه وتلی اعتبار به بیرته راژوندي کړي.
په دې وروستیو کې د طالبانو د اقتصاد وزیر محمد حنیف اعلان وکړ چې له دې وروسته افغان ښځې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې د کار کولو حق نه لري. څو ورځې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم اعلان وکړ چې ښځینه محصلینې نه پرېږدي چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې زده کړې وکړي. تر دې وړاندې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی و.
د دې ټولو کړنو مشترک ټکی دا دی چې دا ثابتوي چې په غرونو او غارونو کې اوسېدل د طالبانو د مشرانو ذهنیت نه دی بدل کړی او دوی به د پخوا په څېر خپل حکومت ته دوام ورکوي او د دوی نویو مشرانو ته هم هماغه د زړو مشرانو ذهنیت په میراث ورپاتې دی. کله چې د طالبانو د اقتصاد له وزیر څخه وپوښتل شول چې طالبان ولې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو له کار سره مخالفت کوي، هغه په ځواب کې وویل چې دا ښځې هغه حجاب نه اغوندي چې طالبان یې غوښتنه کوی. ناورین هغه وخت رامنځ ته کیږي چې طالبان د اسلامي حجاب او داسې نورو مفاهیمو په اړه یو تنګ نظره او مبهم تفسیر وړاندې کړي او نور خلک هم دی ته مجبوروي چې د دوي پیروي وکړي او دوی د بل چا خبرو ته غوږ نه نیسي، او فکر کوي چې د دوي د دیني متونو تفسیر نازله شوی الهي وحي ده او د هېڅ ډول تغییر او اصلاح وړ نده.
که څه هم هغه څه چې طالبان یې کوي، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې د دوی سخت دریځې د دین او اسلام له ماهیت سره هېڅ تړاو نه لري، ځکه چې د اسلام تاریخ او هغه آثار چې له پخوا څخه موږ ته راپاتي دي، داسې تفسیر نه کوي کوم چې طالبان کوي، کله چې نړۍ د طالبانو کړنې څاري او د هغوی سخت قوانین چې یو په بل پسې صادریږي، ګوري، فکر کوي چې اسلامي حکومت همداسې دی او د اسلامي شریعت په سیوري کې ښځې باید په داسې دردونکي حالت کې وي او د ټولو حقونو څخه محرومې او د خپلو آزادیو څخه بې برخې وي. کېدای شي نړۍ فکر وکړي چې په ډېرو اسلامي هېوادونو کې چې ښځې له ډېرو حقونو او امتيازاتو برخمنې دي، قوانين او مقررات له دوی سره د مهربانۍ او زغم چلند کوي، د واقعي اسلام اصول نه پلي کوي او د زمانې د شرم له امله يې خپل رنګ بدل کړی دی او د اسلامي ارشاداتو ځينې برخې يې له پامه غورځولي دي او اصلي اسلام هغه دی چې طالبان يې د پلي کولو هڅه کوي.
طالبان فکر کوي، چې پر ښځو او نجونو بندیزونه لګول، دوی ته سزا ورکول دي، خو په حقیقت کې دوي هغه هېواد ته سزا ورکوي، چې رهبري او مدیریت یې د دوي پر غاړه دی او نړۍ ته د خپل هېواد بد انځور وړاندې کوي او هم يې په ټوله نړۍ کې مسلمانان شرمنده کړي او د هغه تور سره یې مخ کړي چې کوم دين چې دوی يې پيروي کوي هغه د طالبانو دين دی او د زمانې له غوښتنو او ضرورتونو سره دښمني لري او دا یو منسوخ شوی دین دی چې د تېرو زمانو او بلې ځمکې سره تړاو لري.
کله چې د ۹۰یمې لسیزې په دویمه نیمایي کې طالبانو د لومړي ځل لپاره واک ترلاسه کړ او په ټولو برخو کې یې خپل ناوړه کارونه او کرکه ښکاره کړه، د ترکیې په پارلمان کې یوه اسلامپاله استازي وویل: «واک ته طالبانو رسېدل پر اسلام د یوې کودتا په څېر دي.» په دې کې شک نشته چې د اسلام پر ضد د تبلیغاتو لپاره د میلیاردونو ډالرو مصرف دومره ګټور او اغېزمن نه دي څومره چې د طالبانو په څېر ډلو له تعصبه ډک چلند د اسلام د دښمنانو چړې تېزې کړي او د اسلام او مسلمانانو په اړه یې خپلې ادعاوې ریښتیا ښکاره کړي.
له پخوانیو وختونو راهیسې ویل شوي چې د عامو خلکو عقل د دوی په سترګو کې دی. عام خلک چې په دې اړه د فکر کولو حوصله او فرصت نه لري، د طالبانو وحشیانه او د تمدن ضد کړنې له اسلام سره تړلې ګڼي او فکر کوي چې طالبان د اسلام ریښتیني استازي دي او د اسلام تعلیمات بې له مصلحته او محافظه کاری پلي کوي. عام خلک له دې حقیقت څخه ناخبره دي چې د طالبانو چلند د دوی له ابتدايي او قبیلوي ذهنیت سره تړاو لري چې دوی ته له یو بل څخه په میراث پاتې دي او له اسلام سره یې تړي. په نړۍ کې په لسګونو اسلامي هېوادونه شته چې د اسلام په حاکميت باور نه لري، خو په دغو هېوادونو کې هېڅ يو هم د هېوادوالو په وړاندې ظلم او جبر ته اسلامي رنګ نه ورکوي. که څه هم دا هېوادونه د نړۍ د نورو هېوادونو په څیر د اسلامي اصولو پیروي کوي، دوی داسې حکومتونه لري چې د هېواد د هوساینې او پرمختګ په اړه فکر کوي او په دې توګه، د نړیوالو ارزښتونو مراعات کول د نړۍ سره د اړیکو یوازینۍ لار ګڼل کیږي.
داسې کارپوهان شته چې هڅه کوي د اسلام په تاریخ کې د طالبانو لپاره نسب نامه جوړه کړي او د طالبانو او ځینو هغه ډلو ترمنځ مشترکې ځانګړنې لټوي چې د اسلام په تاریخ کې په تاوتریخوالي، سختۍ او تعصب باندې پیژندل شوي دي. خو که جزئیاتو ته ځیر شو، ډېر ژر به پوه شو چې د طالبانو او د هغه ډلو تر منځ د اختلاف ټکي له هغو ټکو څخه ډېر دي چې دوي به هغه کې یو بل سره مشترک دي. د بېلګې په توګه که طالبان له خوارجو سره پرتله کړو، وبه ګورو چې خوارج د ښځو لپاره لوړ مقام غوښتلو او آن د دوی ځینې مشران او قوماندانان هم ښځې وې. له همدې امله خوارج د ښځو ضد ډله نه شي ګڼل کېدای؛ دا پداسې حال کې ده چې، طالبان د اسلامي ټولنو په تاریخ کې تر ټولو د ښځو ضد ډله ده، چې د خپلې ایډیالوژۍ د ترویج لپاره د اسلام له نوم څخه ګټه پورته کوي.
راځئ دا ومنو چې د طالبانو فکر د نړۍ له یوه وروسته پاتې سیمې څخه راځي او دا د افکارو یو مجموعه ده چې د ټولنې له وروسته پاتې والي سره تړاو لري د مذهب او رسم او یا د یوې ډلې پورې هېڅ تړاو نلري، د هغه وروسته باتي ټولنو سره تړاو لري چې اسلامي تاریخ په دوی باندې کوم تاثیر نه دی پریښی او د دوی ذهن او شعور ته یې ټکان ندې ورکړی. تر څو چې وروسته پاتیوالي ستونزه هواره نه شي، د وضعیت د ښه کېدو هیله نشته. دا شونې ده چې ځینې خلک هڅه وکړي د طالبانو او د هغوی ناوړه اعمال د اسلام له دین سره وتړي، خو دا هڅې دا حقیقت نه بدلوي تر څو چې زموږ په څېر ټولنې هر اړخیز پرمختګ ونه کړي، د دوی په دیني ذهنیت کې بدلون نه شي راتلی. د هرې ټولنې دینداري د هغه ټولنې د پرمختګ او وروسته پاتې والي سره په بشپړ ډول متناسبه ده. یوه پرمختللې او لوستې ټولنه به خامخا خپل مذهبي نظریات له پرمختګ سره همغږي کوي او وروسته پاتې ټولنې هغه مذهبي نظریات مني او وده ورکوي چې د دوی د وروسته پاتې کېدو نظریه توجیه او بنسټیزه کوي.