د طالبانو امارت به د بنسټپالنې له ماتولو سره مرسته وکړي

له دوېیمې نړۍوالې جګړې وروسته د امریکا په مشرۍ لوېدیځ خپل نړۍوال ماموریت د شوروي اتحاد او کمونیستي غورځنګونو د ننګولو لپاره ټاکلی و. دغه ماموریت زموږ په سیمه کې د اسلامي بنسټپالنې د ملاتړ او د ډیموکراسۍ د صادرولو په دوو متناقضو بڼو ترسره کېده. موخه یې د شوروي د نفوذ او کمونیستي افکارو مخنیوی و. د ډیموکراسۍ صادرول او د بنسټپالنې دودول یوه وسیله وه. په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې د امریکا دریځ په ښکاره له دین او ډیموکراسۍ نه د وسیلې په توګه د کار اخیستو ښودنه کړې ده. لومړی کله چې شوروي اتحاد افغانستان په خپلو اقمارو کې شامل کړ، امریکا او لوېدیځ زموږ د سیمې د خلکو دین ته مخه کړه او د پیسو او وسلو په ورکولو سره یې د بنسټپالنې «شین کمربند» جوړ کړ. د دې کمربند سیمه ییزو کوربنو که څه هم له لوېدیځ او د هغه له متحدینو وسلې او پیسې ترلاسه کولې، خو ډیموکراسي او سوسیالیزم یې د یوه تمدن (لوېدیځ) دوه تولیدات ګڼل او اصلي جهاد یې د یهودو او نصارا وو (لوېدیځ تمدن) پر وړاندې باله او د کمونیزم پر وړاندې مبارزه د دې تاریخي مقابلې یوه برخه ګڼل کېده. هغه مقابله چې په بېلابېلو دورو کې رامنځته شوه او د ښکېلاک په پراخیدو سره، د یو څه مودې لپاره د لوېدیځ په ګټه پیکه شوې وه. د شنه کمربند د پروژې په پلي کولو کې په واقعیت کې دوه سټراتېژیک دښمنان په تاکتیکي توګه متحدان شوي وو. لویدیځ هم پر دې پوهېده، خو فکر یې کاوه چې د بنسټپالو ځپل به د شوروي اتحاد د ماتې په پرتله اسانه او کم لګښتي وي. د شوروي اتحاد له ړنګېدو او د شنه کمربند د پروژې په پای ته رسېدو سره، امریکا او د هغې په لاس روزل شوي جهادي متحدان سملاسي د یو بل پر وړاندې ودرېدل. دا ځل امریکا او متحدان یې د ډیموکراسۍ له بیرغ سره میدان ته راووتل او د ډیموکراسۍ صادرول د اصلي ماموریت په توګه اعلان شول. په ۱۹۹۱ کال کې پر عراق برید د دې نوې جبهې پیلامه وه چې امریکا پکې استبدادي او غیر انتخابي حکومتونه د بشریت دښمنان ګڼل. دا ځل یوازې صدام حسین، معمر القذافي، ملا عمر، اسامه بن لادن او حسني مبارک موخه نه وو، بلکې د دغو غیر انتخابي کوچنیو واکمنانو ځپل د خپلو اصلي سیاسي او اقتصادي سیالانو چین او روسیې پر وړاندې د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ د کمپاین یوه برخه وه. هغوی هیله من وو، چې د دغو کوچنیو بېلګو په ځپلو سره به د داسې لویې سمبالتیا او مقابلې لپاره زمینه برابره شي چې په پایله کې یې د شتمنۍ او سیاست وزن له لوېدیځه نورو ځایونو بېل نه شي او د چین او روسیې غورځې پرځې کابو کړای شي. هغوی هیله لرله، چې په منځني ختیځ کې د حکومتونو له راپرځېدلو او ځپلو وروسته، ډیموکراټیک حکومتونه رامنځ ته شي او د چین، روسیې او د دوی نورو ختیځو سیالانو په ګاونډ کې غیر لوېدیځ ماډلونه وننګول شي. دغه کمپاین ډیری غیر ډیموکراټیکې پایلې لرلې، لکه د عراق او شام بلوا او د طالبانو بیا واکمنېدل.
په دغو ټولو کلونو کې په پوهنتونونو کې او مدرسو کې د تحصیل کړو کسانو ترمنځ تل د خلافت د احیا او د اسلامي حکومت د بدیلې نسخې د طرحې خبره کېده. په افغانستان کې په لوېدیځ موډل سره د یوه ملي حکومت د جوړولو هڅې له پیله د محافظه کارو او بنسټپالو کړیو له مخالفت سره مخ وې. په لوېدیځ موډل سره د ډیموکراټیک حکومت د مخالفو بنسټپالو ادعا دا وه، چې دوی په ټولنه کې د خپلو افکارو د پليتابه فرصت نه دی لرلی او که داسې فرصت ورته برابر شي، نو خلکو ته به د دواړو نړیو ارامتیا برابره کړي، هم به د حکومتولۍ او خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه عمل وکړي او هم به د کلتوري او مذهبي ارزښتونو په ساتنه کې بریالي وي. په ایران کې څه باندې څلور لسیزې د ملایانو واکمنۍ، د طالبانو لومړي امارت، هغه ادارې چې داعش د سوریې او عراق په ځینو برخو کې رامنځته کړې، په مصر کې د اخوان المسلمین واکمنۍ او اوس د طالبانو دویم امارت د دې سیمې خلک د ډیموکراسۍ د مخالفو بنسټپالو د ایډیالونو له عملي نسخو سره اشنا کړي دي. د طالبانو امارت په خپلې ناتوږل شوې او بدوي څېره سره نه یوازې د بنسټپالو ګوندونو او ډلو د ایډیالونو او خیالونو بلکې د بنسټپالنې پر تبلیغاتو د غولول شویو پرګنو د توهماتو په ژوندي لابراتوار هم بدل شوی دی. په منځني ختیځ کې له بیړني عرب پسرلي او په عراق اوشام کې له خونړیو ناکراریو وروسته، د سیاسي فضا د پرانيستلو او مدني ازادیو ته د درناوي هیله زیاته شوې او ایران د ډیموکراتیکو بدلونونو په درشل کې دی.
په منځنۍ اسیا کې استبدادي حکومتونه، فساد او د سیاسي ازادیو نشتوالی د بنسټپالو تمایلاتو د خپرېدو لامل شوی، خو د افغانستان وضعیت په هغو هېوادونو کې د طالبانو او بنسټپالنې د پلویانو لپاره یوه هینداره کېدای شي او هغوی د جهاد پالنې د خطر په لومه کې لوېدو ته متوجه کولای شي. د طالبانو امارت به دا ځل د ټولیزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د دغې ډلې د چلند او تګلارو په تړاو د پراخې اطلاع رسونې له برکته نه یوازې د منځنۍ اسیا، بلکې د ټولو اسلامي ټولنو لپاره د عبرت وړ وي. جهادي تندلاري او په خیالونو کې ډوب بنسټپالي په افغانستان کې له یوې لویې ازموینې سره مخ دي او هیله ده، چې هغه کړاوونه چې د دې خاورې خلک یې د طالبانو په لابراتوار کې ګالي، زموږ د سیمې لپاره تلپاتې او رغنده پایلې ولري او ډیر نور هېوادونه او ملتونه چې د ترهګرۍ او بنسټپالنې کندې ته د لوېدو پر ژۍ ولاړ دي، په افغانستان کې د خپلې راتلونکې په کتلو سره له لوېدو وژغورل شي.
په دې هیله چې د وارداتي «ډیموکراسۍ» او د ناڅاپي بدلون لپاره د بېړنیو هڅو ناکامي له یوې خوا، او د معاصرې نړۍ پیچلو اړتیاوو ته د ځواب ویلو په برخه کې د بنسټپالنې او طالبیزم ناکامي له بلې خوا، افغانستان او زموږ سیمه داسې لارې ته سیخه کړي، چې په ترڅ کې یې سیمه ییز کلتوري او ولسي ظرفیتونه د ازادۍ او ډیموکراسۍ له نړۍوالو ارزښتونو سره په خورا مناسب ډول غاړه غړۍ شي او اوسنی ناورین پای ته ورسېږي.