هرات کې يو طالب جنګیالی د ناپيژاندو وسله والو لخوا ووژل شو

۸صبح، هرات: په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وایي، چې نامعلومو وسله والو ددغه ولایت په مرکز کې یو طالب جنګیالی په ډزو وژلی دی.

د طالبانو دغه غړی د سه شنبې په شپه (د غبرګولي په ۱۶) د هرات ښار په «شیدایي» سیمه کې وژل شوی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وژل شوى طالب د فارياب ولايت اصلي اوسيدونکی دی او په هرات کې یې ژوند کاوه.

ددې پېښې لامل تر اوسه معلوم نه دی.

طالب امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې هم د هرات په مرکز او ولسواليو کې طالب جنګیالي، د ناپېژاندو وسله والو لخوا په نخښه شوي او د ځنو جسدونه یې له څو ورځو وروسته موندل شوي دي.

Back to top button