یوه طالب چارواکي ملا عمر ته له منسوب قبر څخه لیدنه وکړه

۸صبح، کابل: د طالبانو یوه چارواکي تازه د دې ډلې د مشر او بنسټ اېښوودونکي ملا عمر له مقبرې لیدنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیوټلویزیون رییس احمدالله وثیق یکشنبه د لړم پر پنځلسمه د قبر د یوه انځور په خپرولو ویلي، چې دا قبر د طالبانو د پخوانی مشر دی.

د دغه قبر موقعیت نه دی روښانه شوی او همدارنګه روښانه نه ده چې دا قبر د چا دی.

د مخکیني حکومت د ادعا له مخې د طالبانو بنسټ اېښوودونکی ملامحمد عمر په ۱۳۹۲ کال کې په پاکستان کې مړ شوی دی.

له دې مخکې طالبانو د ملا عمر اړوند یو موټر له ځمکې رایستلی او نندارې ته یې اېښي و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د بنسټ اېښوودونکي د وژل کېدو څرنګوالی روښانه نه دی.

ورته لیکنې

Back to top button