بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندان په موټر بم چاودنه کې ووژل شو

۸صبح، بدخشان: بدخشان کې سرچینې د موټر بم چاودنې په پایله کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قوماندان د وژل کېدو خبر ورکوي.

سرچینې وایي، چې یوې موټر بم چاودنې دوشنبه د مرغومي پر پنځمه نېټه بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندان عبدالحق عمر په نښه کړی دی.

د سرچینو په وینا دغه ترافیکي پېښه د بدخشان ولایت مرکز فیض‌اباد ښار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ته نږدې شوې ده.

په دې پېښه کې بدخشان کې د طالبانو د امنیه قوماندان په ګډون ۳ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي. شاهدانو په دې پېښه کې د ملکیانو د قرباني کېدو خبر هم ورکړی دی.

د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي بدخشان کې د چاودنې په اړه ویلي، چې د طالبانو خپلمنځي اختلافونه د دې پېښې لامل دی.

له دې مخکې هم بدخشان کې د طالبانو ځایي مسوولان په ورته پېښو کې مړه یا ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button