۸صبح، بغلان: بغلان کې باخبره سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په اندراب ولسوالۍ کې یو قومي مشر د طالبانو له لوري تر نیول کېدو وروسته لادرکه شوی دی.
سرچینې پنجشنبه د مرغومي پر پنځهلسمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دغه کس ملا یونس نومیږي او طالبانو د چهارشنبې پر ورځ د مرغومې پر ۱۴، د اندراب په قاسان سیمه کې نیولی دی.
د سرچينو په وينا، ملا يونس د اندراب له ځايي مخورو و او د طالبانو له لوري تر نيول کېدو وروسته ورک شوى دى.
سرچینې وايي، ملا یونس د مخکيني حکومت د کورنیو چارو وزارت د جګپوړي افسر قاسم قایم د تره زوی دی، چې څه موده وړاندې په کابل کې د طالبانو تر شکنجې لاندې مړ شو.
سرچینې ادعا کوي، چې څلور میاشتې وړاندې طالبانو د دغه قومي مشر د کورنۍ یو بل غړی هم نیولی او تر یوې میاشتې بند وروسته یې وژلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو له واکمنېدو راهيسې په بغلان، پروان او پنجشير ولايتونو کې سلګونه ملکي وګړي نيولي او شکنجه کړي او يو شمېر يې وژلي دي.