یوه ریښتینې کیسه

محمدظریف صمیم

ورځپاڼې مې کتلې چې څو ځایه مې په پردي وطن کې د افغانانو په هکله د نادودو په اړه لیکنو ته پام شو، چېرته به افغانانو داسې کار کړی و چې د افغانانو د مېړانې، غیرت او برم له هېڅ تول سره یې اړخ نه لګاوه او په پردي وطن کې به یې د واقعي اړمنو په وړاندې د کوربنو کرکه راپیدا کوله هغه متل دی چې د وچو له زوره لانده سوځي، خو په ډېرو موردونو کې له افغانانو سره داسې نادودې شوې چې په مظلومو افغانانو د یوه او بل ملنډې ډېرې د خواشینۍ وړ دي لنډه دا چې د یوې ورځپاڼې په دې سرټکي مې سترګې ښخې شوې چې [یوه کلینډر د لارې د کرایې په بدل کې مساپر وواژه] نو په بشپړې کیسې د ځان پوهولو لپاره مې نوموړی مطلب تر پایه ولوست چې لیکي یې و، یو افغان چې د کار لپاره یې دې پردي وطن ته د راتلو تکل کړی و اوغوښتل یې چې ددې هېواد هغه ښار ته ځان ورسوي چې په وطن کې خلکو ورته د هغې په هکله ویلي و خو کله چې د ډېرو ستونزو او کړاونو په ګاللو سره له پولې واوښت نو نوموړي ښار ته د تلو لپاره په موټرو کې ځکه چا نه سپراوه چې قاچاقي راغلی و نو چا به ترې د څلورو، پینځو او آن شپږو تنو د کرایې غوښتنه کوله خو له خوارکي سره یوازې دومره پیسې پاتې وې چې د عادي مساپر کرایه ورکړي.
ډیرو موټر چلوونکو ته له زارۍ کولو وروسته یوه کلینډر په دې شرط په بس کې سپور کړ چې د یوه تن کرایه به په سر کې او د دوو کسانو کرایه به هم مقصد ځاي ته په رسېدو ورکوي. موټر روان شو نورو سپرو کسانو چا له یو بل سره خوږ مجلس کاوه او چا هم په ټلوېزیون باندې فلم ته کتل خو هغه ټوله لاره په دې فکر کې و چې هلته به د کرایې نورې پیسې له کومه کوي. کله چې له دوولس دیارلس ساعته مزله وروسته مقصد ځاي ته ورسېد کلینډر ترې د نورو پیسو غوښتنه وکړه هغه زړه نازړه ځواب ورکړ زه خو نورې پیسې نلرم، په دې ښار کې مې کلیوال دي له هغوي څخه به یې درته پور کړم او درته به یې راوړم ژمنه درسره کوم خو کلینډر اعتبار پرې نه کاوه او ټینګ یې نیولی و، که له ځمکې وي او که له آسمانه هرومرو به په همدې ځاي پیسې ورکوي، سره لاس او ګرېوان شول هغه غوښتل چې ځان ترې خلاص کړي په دې وخت کې کلینډر د لېوه په څېر ورټوپ کړ او چاقو یې سمدستي له جیبه راواېست او د مظلوم افغان پر خیټه یې ورخښ کړ، خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه او برید کوونکی یې پولیسو ته وسپاره خو څه ګټه یې کوله بې وزله افغان ساه ورکړې وه او له کلي، کور، خپلوانو او کورنۍ ډېر لیرې په پردي وطن کې یې له نړۍ سترګې پټې کړې وې.
د افغانانو د بې شمېره ستونزو په لیدو او اورېدو سره دا پوښتنه سړي ته پیدا کېږي چې د افغانانو دا در په درۍ، کړاوونه او بدبختۍ ترکومه؟ آیا څوک شته چې د مظلومو او په پردیو ملکونو کې د پرتو افغانانو پر ټپونو پټۍ کېږدي؟ تر کومه به افغانان د خپلو بچیانو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ لپاره په پردیو ملکونو کې د یوه او بل سپکې سپورې اوري؟ نو اې ګرانه لوستونکیه ددې ټولو ستونزو د یوې کوچنۍ برخې په لیرې کولو کې زه او ته هم باید ځانونه مسوول وګڼو او که نه؟

ورته لیکنې

Back to top button