۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې د پاکستاني طالبانو تحریک یو قوماندان په مرموز ډول وژل شوی دی.
د ټي ټي پي د دې غړي مړی پنجشنبې د لړم په ۲۷مه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د اوبو له یوې ویالې موندل شوی دی.
د پاکستاني طالبانو د دغه قوماندان نوم سیف الله باجوجي بلل شوی او ویل شوي چې هغه د پاکستان د خیبرپښتونخوا د ملکند سیمې اوسېدونکی و او د پاکستاني طالبانو تحریک د مرستیال امیرمفتي مظلوم له خپلوانو څخه دی.
تراوسه د نوموړي د وژل کېدو څرنګوالی نه دی روښانه شوی.
په ننګرهار کې طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.
په تېرو دوو ورځو کې دا د ټي ټي پي دوهم قوماندان دی چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې وژل کېږي. د پنجشنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه هم ناپيژانده وسله والو د ذاکرین په نوم د پاکستاني طالبانو یو مشهور قوماندان په پکتیا ولایت کې په ډزو سره ووژل شو.