د ټي ټي پي يوه جنګيالي پينځه پاکستاني پوځيان ووژل

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د یوه جنګیالي په ډزو کې ۴ پولیس افسران او د دغه هېواد حکومت ته د وفادارو ملیشو یو قومندان وژل شوي دي.
اې بي سي نیوز د پاکستان د پولیسو د یوه چارواکي نوید شاه له قوله ویلي، چې دا پېښه د سه شنبې په سهار (اپریل ۱۱مه) د پولیسو، سرحدي ځواکونو او حکومت پلوه ملیشو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې شوې ده.
دغه عمليات د پاکستان امنيتي ادارو ته د ټي ټي پي د يوه جنګيالي د پټنځاى د افشا کېدو وروسته پيل شوي وو.
ويل کېږي چې په عملياتو کې شاملو ځواکونو په پيل کې د دغه ټي ټي پي له جنګيالي څخه وغوښتل چې تسليم شي خو هغه پرې ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې پينځه پاکستاني پوځيان ووژل شول.
د تحریک طالبان پاکستان دغه جنګیالی بیا د دغه هېواد د پوځ له خوا ووژل شو.
له بله پلوه د پاکستاني رسنۍ ډان د خبر له مخې دا پېښه د کویټې ښار سویل ته د کوچلاک په سیمه کې رامنځته شوې ده.
په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. په وروستۍ پېښه کې پرون په دغه هېواد کې په دوو چاودنو کې ۴ تنه ووژل شول او ۲۲ تنه نور ټپیان شول.