۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې رباني کهر په لیدنه کې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
دغه وزرات سه شنبه د لیندۍ پر اتمه نېټه ویلي، چې متقي د اغلې کهر په مشرۍ د پاکستاني پلاوي له حضوره هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګښت یې د سیمې په ګټه بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې په دې لیدنه کې پاکستان کې د افغان زندانیانو د خوشي کېدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ په تګ راتګ کې د اسانتیا، د سوداګرۍ پراختیا او د تاپي، تاپ او اورګاډي پټلۍ پروژو د پیل لپاره د طالبانو د چمتوالي په اړه خبرې شوې دي.
اعلامیې زیاته کړې، چې پاکستاني پلاوي د افغان کډوالو د ستونزو د هواري، په تګ راتګ کې اسانتیا او د سوداګرۍ او لېږد رالېږد د پیاوړي کولو ژمنه کړې ده.
په همدې حال کې، له یوې پاکستانۍ ښځې ډیپلوماتې څخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست هرکلی او له هغې سره خبرواترو، په ټولنیزو شبکو کې د کارکوونکو پراخ غبرګونونه پارولي دي.
ډېری کاروونکو له کهر سره د متقي د مخامخ کېدو شېبې د انځور له خپرولو سره د ښځو پر ضد د طالبانو دریځ ته په اشارې ځینې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي، چې د دغې ډلې چارواکي «یوازې له افغان مېرمنو سره ستونزه لري.»
افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې د پاکستان حکومت یوه لوړپوړې ښځینه چارواکې له طالبانو سره د خبرواترو لپاره کابل ته سفر کوي.