د سړې هوا څپه او د پلان نشتوالی؛ مرګ د انسان او حیوان پر ژوند سیوری غوړولی

هېوادوال د بې وزلۍ او لوږې له سخت کړاوه خوندي نه وو، چې له سختې سړې هوا سره هم مخ شول. ډیری هېوادوال چې له څه باندې یو نیم کال راهیسې په محرومیت او بې وزلۍ کې ژوند کوي، اوس په هېواد کې د بې سارې سړې هوا د څپې په رارسېدو سره خپل ژوند او خپلو څارویو ته اندېښمن دي. د طالبانو تر ادارې لاندې د هوا پېژندنې ادارې د سړې څپې د رارسېدو خبرداری ورکړی، خو له اړمنو سره یې د مرستې لپاره د کوم پلان خبر نه دی ورکړی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د روانې اوونۍ تر پایه به د افغانستان په ځینو برخو کې تودوخه د سانټي ګراډ په کچه منفي ۳۵ درجې ته ورسېږي. سخته سړه هوا په داسې حال کې د هېوادوالو روغتیا ګواښي، چې په هېواد کې د اقتصادي ناورین له امله ډېری کورنۍ د ژمي له یخنۍ سره مقابلې ته اړین چمتوالی نه لري.

سختې سړې هوا او کنګلونو اوبو او خوړو ته د یو شمیر سیمو د اوسیدونکو لاسرسی محدود کړی دی. د چاپېریال ساتنې د برخې کارپوهان سړه هوا د چاپېریال د ککړتیا لامل ګڼي او سپارښتنه کوي چې هېوادوال باید د دولتي خدمتونو په نشتوالي کې په خپله لاس په کار شي، څو د ډېر سړښت له زیانونو خوندي پاتې شي.

تېره اوونۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې د سالنګ په ګډون د هېواد په څه باندې ۲۰ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او واورې ورېدو د احتمال خبر ورکړ. دې ادارې له هېوادوالو غوښتي دي چې د خونديتوب تدابیرو ته پاملرنه وکړي.

بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د جمعې په ورځ د مرغومې پر ۲۳مه، پر خپل ټوېټر لیکلي دي، چې د روانې اوونۍ تر پایه به د افغانستان په ځینو برخو کې د تودوخې درجه د سانټي ګراډ په کچه منفي ۳۵ درجې ته ورسېږي. دغه سازمان د هوا پر خورا ډېرې سړښت د اندېښنې په څرګندلو سره ویلي دي، چې مرستندوی بنسټونه له کورنيو سره د نغدو پيسو، سون توکو، ژمنیو وسایلو او ګرمو جامو په څېر د مرستو د کولو په حال کې دي.

خو دغه دفتر دا نه دي ویلي، چې له دغو مرستو کوم کسان برخمن کېدلای شي.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په راتلونکو ورځو کې د هوا د سخت سړښت خبر ورکړی او له هېوادوالو یې غوښتي چې لازم تدابیر ونیسي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي: «د ملکي هوایي چلند د خپلواکې ادارې د هوا پېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې، په راتلونکو ورځو کې د سړې هوا او د واورې او باران د دوام او شدت احتمال شته» دغه وزارت له کوچیانو، مالدارانو او هغو خلکو چې د سیندونو پرغاړو او د واورو ښوېدنو په سیمو کې ژوند کوي، غوښتي، چې تدابیر ونیسي او خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

په هېواد کې د هوا د سړې څپې په را رسېدو سره د انسانانو او څارویو د تلفاتو احتمال زیات شوی دی. یو شمېر هېوادوال په افغانستان کې د سړې څپې پر زیاتېدو او دوام د اندېښنې په څرګندولو سره طالبان د پلان په نه لرلو تورنوي او وايي چې که چېرې طبیعي پېښې وشې، دا ډله زیانمنو خلکو ته رسېدنه نه شي کولای. هغوی له مرستندویه بنسټونو غواړي چې په دې برخه کې د مخنیوي تدابیر ونیسي. په هېواد کې د هوا د سړېدو له امله خلک په داسې حال کې اندېښمن دي، چې د ډېرو ولسواليو لارې بندې دي او په کليو کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي.

د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف اوسېدونکي ذبيح‌الله له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «د سړښت پوښتنه مه کوئ، هوا ډېره سړه ده. خوراکي توکي سربېره پر دې چې بیه یې لوړه شوې، کنګل شوي دي. تر ټولو ټیټه یې د شپې منفي ۱۶ درجې ده. تېرې شپې تر دې هم سړې وې. خلک ډیرې ستونزې لري، په تېره بیا هغه خلک چې څه نه لري، هغوی ته ډېره سخته ده.»

شمس الحق د دولت متقاعد کارکوونکی او معلول دی. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي، چې په سیاسي بدلونونو کې تل لوی او جدي زیان هېوادوالو ته اوښتی دی. دا سړی، چې د خپل تقاعد معاش یې نه دی ترلاسه کړی، زیاتوي: «مصیبتونه ټول په ناڅاپي توګه پر بې وزلو خلکو راځي. د طالب او بې وزلۍ غم کم نه و، چې یخني هم راغله . زه نه پوهېږم چې څه وکړم. ما یو څو منه لرګي اخیستي وو، چې په خلاصېدو دي. که د کور هوا په بړستنې او صندلۍ سره ګرمه کړو، دننه ساړه به څنګه ګرموو؟ له دننه چې دې ساړه کيږي له دباندې نه تودېږي، څه وکړو اوس نو دا وضعیت راباندې رارغلی دی.»

محمد دروېش د غور د يوې ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه چې په وینا یې هر کال شپږ میاشتنی ژمی تېروي، وايي: «سږکال په خدای دومره ساړه دي، چې ماشوم د مور په ګېډې کې کنګل کیږي. که څه هم په تېرو کلونو کې هم ډیر ساړه وو، خو څو شپې کیږي، چې خورا ډیره یخني ده. موږ خلک له کوم چا هیله نه لرو، ځکه دولت نشته. که وي هم زموږ بې وزلو خلکو غږ نه اوري. دعا کوو، چې دا ژمی په خیر تېر شي.»

راحله یوه له هغو ښځو ده، چې په دې وروستیو کې د ښځو پر کارکولو د طالبانو د بندیز له امله له دندې ګوښه شوې ده. نوموړي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «له يوې خوا سړه هوا ده، له بلې خوا بېکاري ده، ټول ولايتونه کنګل دي، هر څوک بېکاره دي. مسوولان دې موږ ته لږ پاملرنه وکړي. وضعیت ډیر خراب دی. د اوبو نشتوالي او سړې هوا اندیښمن کړي یو.»

سړه هوا د دې لامل شوې چې یو شمېر ترکاري پلورونکي د کار له دوامه او ورځنۍ لاسګټې پاتې شي. محمد ياسين، چې په غزني ښار کې ترکاري پلوري، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې د سړې هوا له امله يې له درېيو ورځو راهيسې د پلورلو لپاره ترکاري نه ده پېرلې.

محمد یاسین زیاتوي: «له دریو ورځو راهیسې مې د سړښت له امله له مارکېټه د پلورلو لپاره ترکاري نه راوړې. زه وېرېږم چې که ترکاری کنګل شي، هیڅوک به یې ونه پېري. داسې ساړه مې هېڅ نه یادېږي. لرګي او سکاره هم ډېر ګران دي. مجبور یم چې د ماشومانو په پار مصرف لږ زیات کړم. که وضعیت په همدې ډول روان وي، ښايي زموږ سون توکي ډیر ژر خلاص شي.»

د هوا د سړې څپې له رارسېدو سره هممهاله، په غزني او یو شمېر ولایتونو کې د وارداتي برېښنا بهیر هم پرې شوی دی. د دغه ښار اوسېدونکي وايي، د برېښنا پرې کېدو د څښاک پاکو اوبو ته د دوی لاسرسی ستونزمن کړی دی. عبدالصمد چې د خپلې کورنۍ د اړتيا وړ اوبه له خپل کوره څو کيلومتره لېرې له یوې څاه راوړي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «له يوې خوا سړې هوا او له بلې خوا د برېښنا نشتوالي ډېرې ستونزې را ولاړې کړې. زموږ په سیمه کې ټول خلک د اړتیا وړ اوبو د ماشین له لارې له څاه راباسي. اوس زیرمې کنګل شوي او له څاه نه د اوبو را ایستلو لپاره بریښنا نشته. د دې وضعیت دوام واقعاً خلک ستومانه کوي.»د سړې هوا څپې پر نورو ستونزو سربېره، د ښځو لپاره هم سرخوږی جوړ کړی دی. څه موده وړاندې طالبانو په هېواد کې امر کړی و، چې د ښځو حمامونه دي وتړل شي. په ډېرو ښارونو کې ښځې او نجونې د سړې هوا او د اسانتیاوو د نشتوالي له امله په مناسب وخت کې په خپلو کورونو کې حمام نه شي کولای.

لیلا بسیم چې د ټولنیزو شبکو یوه کاروونکې ده، پر خپل فیسبوک لیکلي: «اوبه نشته، بریښنا نشته، هوا سړه ده، نلونه کنګل شوي، د تودوخې درجه منفي ۲۷ ده. خو دوی… (طالبانو) په دې حالت کې د ښځو حمامونه تړلي دي. اوونۍ کیږي چې حمام مو نه دی کړی، نږدې ده چې ګرګ مو ووهي. لعنت په داسې ایډیالوژۍ او فکر! بالاخره موږ ښځې هم انسانان یو او د ژوند حق لرو.»

خو د چاپېریال ساتنې د چارو کارپوهان په دې باور دي چې د تودوخې دا بدلون د چاپېریالي بدلونونو له امله دی او سپارښتنه کوي چې هېوادوال دې له خپلو شته وسایلو نه په کار اخیستو سره خپل کورونه ګرم وساتي څو د ژمي له سړې څپې خوندي وي.

د چاپېریال ساتنې د کارپوهانو لارښوونه

د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې د پوهنځي پخواني استاد مصطفی حسني ۸صبح ورځپاڼې ته وايي: «په افغانستان کې خورا ډیر سړښت د اقلیم د بدلون یوه برخه ده. افغانستان په تېرو کلونو کې ګرم او ساړه کلونه تجربه کړي دي، خو اقلیمي موډلونو ته په پام سره، سږ کال د تودوخې درجه تر عادي حده ۲۰ درجې ټیټه بلل شوې ده. دا پدې مانا ده چې دا ساړه بې ساري دي او د هوا درجه له عادي حالته ټیټه او ډیره سړه ده.» د هغه په وينا، دغه ساړه د ژوند د ټولو برخو لپاره ناوړه پایلې لري.

د پوهنتون دغه استاد زیاتوي، افغانان په داسې شرایطو کې چې دولتي امکانات نشته، په خپلو لږو تدابیرو او اسانتیاوو سره د مالدارۍ او بڼوالۍ په فارمونو کې د سړې هوا له امله د زیانونو مخه نیولای شي. د هغه په وينا، په افغانستان کې دغه سړښت ټرانسپورتي سيسټم اغېزمن کولای، اقتصادي فعاليتونه ټکني کولای او د خوراکي توکو امنيت ګډوډلای شي.

هغه هم له مسوولو بنسټونو او مرستندويه موسسو غواړي چې په دې برخه کې نور جدي اقدامات ترسره کړي او ژر تر ژره اړمنو کورنيو ته مرستې ورسوي. ښاغلي حسني څرګندوي ، چې خلک کولای شي د دودیزو وقایوي تدابیرو په عملي کولوسره له سړې هوا سره مقابله وکړي، څو په دې توګه تلفات او اقتصادي زیانونه کم شي. د هغه په وينا، د طالبانو تر ادارې لاندې له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت باید په دغو شرایطو کې له خپلو زېرمو نه کار واخلي او زيانمنو شويو خلکو ته پر ټاکلي وخت لومړني او ژمني توکي ورسوي.

د خورا سړې هوا ننګونې

دا هر څه په داسې حال کې دي چې سړې هوا د تېرې اوونۍ په اوږدو کې د هېواد په بېلابېلو ځایونو کې هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د واورې ورېدو او د باد لګېدو د سالنګ په ګډون له مرکز سره د یو شمېر ولایتونو لارې تړلې دي. د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو ورځو کې مرکزونو ته د یو شمېر ولسوالیو غځېدلې لارې تړل شوې دي. پر دې سربېره طوفان اوسړه هوا د اوبو د بندېدو لامل شوې ده او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. تر دې وړاندې د نیمروز اوسېدونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي وو، چې د څښاک او مصرفي اوبو نشتوالي ژوند ورته سخت کړی دی. دغه راز په نيمروز کې د توفان اوسړښت له امله د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون اته تنه مړه شوي او د استوګنې لسګونه کورونه وران شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډيوګانې ښيي، چې د دوړو توفان د نیمروز ولایت ځینې سیمې ځپلې دي. ځايي سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه توفان په وروستیو ورځو کې له ایرانه افغانستان ته راغلی دی. د دوی په وینا د ایران د زابل او زاهدان ښارونه هم د ورته طبیعي پېښې شاهدان وو.

د سړې څپې لګېدو نه یوازې هېوادوال ، بلکې څاروي هم له ستونزو سره مخ کړي دي. دا مهال په کابل او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پرنشه يي توکو روږدي زرګونه کسان هم په سړه هوا کې په ازاده فضا په ځانګړې توګه تر پلونو لاندې اوسي. د رپوټونو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې لسګونه روږدي کسان مړه شوي دي. په کابل کې سرچینې وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې د کابل په سیند کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو څو جسدونه لیدلي چې د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي. طالبانو تایید کړې، چې په سرپل او بغلان ولایتونو کې د هوا د سخت سړښت له امله یو شمېر معتادان مړه شوي دي. د طالبانو ځايي چارواکي وايي، په سرپل ولایت کې د سړې هوا له امله تر ۲۰۰ ډېر پسونه تلف شوي دي.

هېوادوال په داسې حال کې د هوا خورا سړېدو ته اندېښمن دي چې افغانستان په وروستي یوه کال او اوو میاشتو کې له سخت اقتصادي ناورین سره مخ دی. ډیری کورنۍ کافي سونتوکي او خواړه نه لري. په لوګر، تخار، کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هغه خلک چې په خیمو کې اوسي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري. په کابل کې د مکروریانو مرکزګرمۍ هم سږکال د واکمن نظام د پلان د نشتوالي له امله فعالې نه شوې. په ازاده فضا کې پرنشو روږدي زرګونه کسان د مرګ له خطر سره مخ دي. تر ټولو مهمه دا چې طالبانو تر اوسه طبیعي پېښو لکه سېلابونو، واورو ښویېدو، سختو توفانونو او د سختې سړې هوا له امله د خلکو او څارویو د احتمالي تلفاتو په تړاو کوم پلان نه دی جوړ کړی.

ورته لیکنې

Back to top button