غزني کې د ډبرو سکرو د بخار له امله یوه ښځه له خپلو دوو ماشومانو سره مړه شوې

۸صبح، غزني: په غزني کې ځایي سرچينې د ډبرو سکرو د سوځولو له امله د بخار په پایله کې د درېیو تنو مړینې خبر ورکوي.

سرچينې دوشنبې د لیندۍ اوومه وایي چې د غزني ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند قلعه قدیم خان سیمه کې، یوه ښځه له خپلو دوو ماشومانو سره د ډبرو سکرو د بخار له امله مړه شوې ده.

په غزني کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي هم دا پېښه تایید کړې ده.

د ویلو ده چې د ژمي په رارسېدو سره، ډېری کورنۍ د خپلو کورونو د تودولو لپاره له ډبرو سکرو کار اخلي چې ډېر ځله نه تصفیه شوي سکاره د دا ډول پېښو لامل کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button