غور کې یوې ښځې ځانوژنه وکړه

۸صبح، غور: غور ولایت کې سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د یوې ځوانې ښځې د ځانوژنې خبر ورکوي.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې شنبه د مرغومي پر ۱۷ نېټه د غور ولایت د تیورې ولسووالۍ په «دهن درودي» سیمه کې یوې ښځې په ګولۍ سره خپل ژوند پایته رسولی دی.
سرچینو د دغه ښځې نوم سکینه یاد کړی دی.
تر اوسه د دغې ځانوژنې لامل او انګېزه روښانه نه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت دوو نجونو په دغه ولایت کې پر یوه ورځ ځانوژنه وکړه. هغه مهال د دې ځانوژنو لامل جبري واده بلل شوی و.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته کورني تاوتریخوالي او جبري ودونه زیات شوي او ګڼ شمېر ښځې د دغو تاوتریخوالو قرباني شوې دي.