په ننګرهار کې يوه ښځه د خپل مېړه لخوا ووژل شوه

۸صبح‌، ننګرهار: د ننګرهار ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې یوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.

دا پېښه د چهارشنبې په ورځ (د غوايي په ۲۷مه)، د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ، د (ګردي غوث) په کلي کې شوې ده.

يوه باوري ځايي سرچينه وايي، چې ددغې ښځې مېړه د هغې له وژلو وروسته، له سیمې پښې سپکې کړي او تښتېدلی دی.

ویل کیږي، چې له دغې ښځې د ۲ نجونو او ۳ هلکانو په ګډون، ۵ ماشومان پاتې دي.

د خپل مېړه له لوري د دغې ښځې د وژلو لامل کورنۍ ستونزې بلل شوې دي.

په ننګرهار ولايت کې طالبانو دغه پيښه تاييد کړې ده او د عامل کس د نيولو لپاره يې، د خپلو هڅو خبر ورکړی دی.

په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې په پکتیکا کې یوه سړي د خپلې مېرمنې سر غوڅ کړ.

ددې پېښې لامل هم کورنۍ ستونزې بلل شوې وې.

Back to top button