په بادغيس کې يوه ښځه ووژل شوه

۸صبح، بادغیس: په بادغیس ولایت کې سیمه ییزې سرچینې خبر ورکوی، چې په دغه ولایت کې یوه ښځه د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوې ده.

سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې ناپېژاندو وسله والو دغه مېرمن د پنجشنبې په ورځ )کب ۲۶) د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار له درېیمې ناحیې څخه تښتولې او بیا یې وژلې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ښځه له سختو وهلو وروسته لومړى ساه بنده کړل شوی او بيا په مرمۍ ویشتل شوې ده.

دغه مېرمن رئیسه راحله نومېده او په تېر حکومت کې د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست کارکوونکې وه.

په بادغیس کې طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Back to top button