۸صبح، کابل: ارزګان کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې په مرموز ډول د یوې ښځې له وژل کېدو خبر ورکوي.
د ارزګان له ولایتي روغتونه ځایي سرچینې وایي، چې د یوې ښځې جسد په داسې حال کې روغتون ته لېږدول شوي دي، چې د وهلو ټکولو او شکنجې نښې يې پر ځان لیدل کېږي.
طالبانو د دې پېښې په تایید ویلي، چې دغه ښځه د خپل خاوند له خوا وژل شوې ده.
ارزګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ مبین ویلي، چې د دې ښځې خاوند نیول شوی دی.
ارزګان ولایت له دې مخکې هم د مرموزو وژنو شاهد وو.