د روزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه ښځه په ډزو وژل شوې

۸صبح، روزګان: د روزګان سیمه ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوه ښځه په ډزو وژل شوې ده.

په روزګان ولايت کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مولوي (امين الله) وايې چې ددي ميرمني جسد د دوشنبې په ورځ (وري ۲۸)، ددي ولايت د مرکز ترينکوټ ښار دوهمي امنيتي حوزي اړوند په يوه کور کې موندل شوی دی.

په روزګان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر په وینا، دغې ښځې ظاهراً ځان وژنه کړې ده.

نوموړي د دې ښځې د وژلو په تور د يو شمېر کسانو د نيولو اعلان هم وکړ.

په همدې حال کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي چې دغې ښځې ځان وژنه نه ده کړې؛ بلکې وژل شوې ده.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې مرموزې وژنې زیاتې شوې دي.

ورته لیکنې

Back to top button