یو ځوان افغان لوبغاړی ایران کې په مرموز ډول وژل شوی

۸صبح، هرات: سرچینو په ایران کې د یوه ځوان افغان ورزشکار د مرموزې مړینې خبر ورکړی دی.

د دغه افغان لوبغاړي محمد شعیب حیدري خپلوانو پنجشنبې د لړم په ۱۹مه رسنیو ته وویل چې نوموړی روانه اونۍ د ایران په مشهد ښار کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

د محمد شعیب حیدري د وژنې لامل او څرنګوالی لا هم معلوم نه دی.

ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات ولایت اوسېدونکی محمد شعیب حیدري په بېلابېلو سپورتونو برخو کې مډالونه ګټلي وو.

Back to top button