پروان کې یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې

۸صبح، پروان: په پروان کې ځایي سرچینې په دغه ولایت کې د یوې ۲۰ کلنې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکوي.

سرچینه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاییدوي، چې دې نجلۍ د یکشنبې په ورځ د وږي میاشتې په ۲۶مه د دغه ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په «قول خول» کلي کې ځان وژنه کړې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دې نجلۍ د ټوپک په ډزو خپل ژوند پای ته ورساوه.

تر اوسه د دې ځوانې نجلۍ د ځان وژنې اصلي انګیزه معلومه نه ده، خو سرچينې د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتريخوالى يادوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې د ځوانانو په ځانګړې توګه د نجونو د ځان وژنې پېښې ډېرې شوې دي.

په دې هلکه کارپوهان وايي، د بې وزلۍ خپرېدل، بېکاري، کورنۍ تاوتریخوالی او د طالبانو له لوري د سختو بندیزونو لګول د دغه ډول پېښو د زیاتوالي لاملونه دي.

ورته لیکنې

Back to top button