په کندهار کې یوه ځوان ځان ته اور اچولی

۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز کې یوه ځوان ځان ته اور اچولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی.
دا پېښه نن دوشنبه (د غوایي په ۱۸مه) د کندهار ښار د مدد څلور لارې ته څېرمه د پتيال په هديره کې، رامنځته شوه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ٢٥ کلن ځوان په خپل بدن د تیلو په اچولو سره، ځان ته اور اچولی دى.
ویل کیږي چې دغه ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان سوځولی دی.
سرچینه زیاتوي، چې دغه ځوان روغتون ته له رسېدو مخکې، د سخت سوځېدلو له امله مړ شوی دی.
په دې وروستيو کې په هېواد کې د ځان وژنې پېښې زياتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، په تېر کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې، شاوخوا ۳۵۰ کسانو ځانوژنه کړې ده.
په هېواد کې د ډېرو ځانوژنو پېښو لامل اقتصادي ستونزې بلل شوي دي.