۸صبح، کابل: د کابل یو شمېر ښاریان وایي، چې په دهمزنګ سیمه کې یوه ځوان خپل ځان ځړولی دی.
دغه ځوان چې د راځړېدلي حالت انځورونه یې جمعه سهار د زمري پر ۷ خپاره شوي، د دهمزنګ ښار په نواباد سیمه کې ځانوژنه کړې ده.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه روښانه نه ده او طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.
خلک وایي، ښایي د دغه ځوان د ځانوژنې لامل بېوزلي وي.
په دې وروستیو کې یو شمېر وګړو په ځینو ولایتونو کې د لوږې او کورنیو ستونزو له امله ځانوژنې کړې دي.