یو ځوان له پوهنتونه له فارغېدو دوې ورځې وروسته د ګاز نیونې له امله مړ شو

۸صبح، غزني: غزني کې یو ځوان هلک له پوهنتون څخه له فارغېدو دوې ورځې وروسته ګاز ونیوه او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.
غزني کې ځایي سرچینې وایي، چې دغه ځوان جمعه شپه د لیندۍ پر یوولسمه نېټه د غزني ښار په اړوند سیمو کې د خپل کور په حمام کې مړ شوی دی.
۲۴ کلن عبدالباسط وروسته له هغې مړ شو، چې د حمام د ګرمولو لپاره یې له ګازي بخارۍ کار اخیستی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې دغه ځوان دوې ورځې مخکې د بلخ بوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ له پوهنځي فارغ شوی و.
تېره یوه اونۍ کې دا د ګاز له امله درېیمه پېښه ده، چې د هېواد وګړي قرباني کوي. درې ورځې مخکې دوې ښځې او څلور ماشومان د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې ګاز ونیول او مړه شول. له دې مخکې هم یوه ښځه او دوه ماشومان یې په ورته پېښه کې مړه شول.