۸صبح، بادغیس: بادغیس کې ځايي سرچینې وايي، چې په دغه ولایت کې یوه ځوان ځانوژنه کړې ده.
سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې دا ځوان محمدنادر نومېده او نن یکشنبه د زمري پر ۲۳ یې ځان په مرمۍ ویشتی دی.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، محمدنادر د دغه ولایت د آب کمري ولسوالۍ اوسېدونکی و.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه روښانه نه ده.
د یادونې وړ ده، چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د هېواد په ځينو سیمو کې د ځانوژنې پېښې زیاتې شوې او ځینې خلک یې لامل تنګسیا، بېوزلي او رواني ستونزې بولي.