په پکتیکا کې یو ځوان د غلو له لورې وژل شوی

۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې یو ځوان د غلو له لورې وژل شوی او د هغه موټر یې له ځانه سره وړی دی.
سرچینې د وږي میاشتې په ٢٨مه ویلي، چې دغه ځوان تېره ورځ د یاد ولايت د ارګون او سروضې ولسواليو په لاره کې د چړو په ګوزارونو وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه کس د پکتيکا د ارګون ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د سرچينې په وينا، غلو د دغه کس تر وژلو وروسته د هغه موټر له ځانه سره وړى او له سيمې تښتېدلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وږي میاشتې په ١١مه هم د دغه ولايت په سروضه ولسوالۍ کې يو ١٥ کلن هلک وژل شوى و.