په پروان کې يو ځوان ووژل شو

۸صبح، پروان: په پروان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یوه ۳۲ کلن ځوان د وژل کېدو خبر ورکوی.

دغه پېښه پنجشنبه (وري ۱۶)، د چاريکارو ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په خوا وشا کې شوې ده.

د وژل شوي کس نوم محمد اعظم دی.

که څه هم تر اوسه د دغه سړي د وژنې اصلي انګيزه نه ده څرګنده، خو وسله والو طالبانو د دې پېښې لامل کورنۍ دښمني بللې ده.

د پروان ولايت لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند محمد کامران زيد وويل چې ددغې وژنې عامل ددغې ډلې له خوا نيول شوى دى.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جنايي پېښو کچه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار او زابل ولایتونو کې درې تنه وژل شوي دي.

په پروان ولایت کې هم د تیرې دوشنبې په ورځ (وري ۱۴) دوه تنه ووژل شول.

 

Back to top button