په کندهار کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه کړې ده

۸صبح، کندهار: په کندهار کې ځایي سرچینې وایي چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې ښځې ځان‌وژنه کړې ده.

دغه مېرمن چې زرينه نومېږي، د شنبې په شپه (د غوایي په ٣٠مه) د کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د ګنبدې په سيمه کې ځان زندۍ کړی.

ځايي سرچينې وايي، زرينه ۲۲ کلنه وه او د کندهار د معروف ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه.

د زرينې مېړه د طالبانو له خوا تر نيول کېدو وروسته وويل چې مېرمن يې رواني ناروغي درلوده.

د زرینې جسد د طالبانو له خوا عدلي طب ته انتقال شوی، خو د وهلو ټکولو او شکنجې نښې یې په بدن کې نه دي لیدل شوې.

د زرينې د ځان وژنې علت لا هم نه دى معلوم.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د ښځو د ځان وژنې پېښې زياتې شوې دي.

تېره اوونۍ هم په فاریاب ولایت کې یوې ښځې او یوې ځوانې نجلۍ د کورني تاوتریخوالي له امله ځانوژنې کړې.

Back to top button