په فاریاب کې یوه ځوانه ښځه په ډزو ووژل شوه

۸صبح، فاریاب: په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي، یوه ۲۸ کلنه مېرمن په خپل کور کې په ډزو وژل شوې ده.

سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دا پېښه د شنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۷مه) د دغه ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په (دهن‌دره) کلي کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغې میرمنې چا ډزې کړې دي.

دغه راز پرون ماښام هم د دغه ولايت په قيصار ولسوالۍ کې يوې حاملې ښځې د موږکانو د دوا په خوړلو ځان وژنه کړې ده.

د دغو دواړو پېښو لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی.

په فاریاب کې سیمه ییزو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د معلوماتو پر بنسټ په فارياب کې د ښځو د مرموزو وژنو او ځان وژنو پېښې زياتې شوې دي.

یوازې په تېرو دوو اونیو کې په دغه ولایت کې اوو ښځو ځان وژنه کړې او یا هم وژل شوي دي.

Back to top button