۸صبح، خوست: د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال او د قطر دفتر غړي شېرمحمد عباس ستانکزي خوست ته د خپل سفر پر مهال له پخوانیو چارواکو او سیاستوالو غوښتنه کړې، چې بېرته دې هېواد ته راستانه شي او امنیت به یې د طالبانو د سرپرست حکومت له لوري ونیول شي.
نوموړي چې نن چهارشنبه د مرغومي پر پنځلسمه خوست کې یوې ولسي غونډې ته وینا کوله ویلي، اوسمهال هېوادوال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي خو په خبره یې د طالبانو سرپرست حکومت یې د حل لپاره جدي هڅې روانې کړې دي.
ستانکزي یادې ولسي غونډې ته په خبرو کې زیاته کړې: «له نړیوالو سره خبرې روانې دي او په نږدې راتلونکې کې به د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.»
دغه راز د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، طالب ځواکونه له کوم امتیاز پرته پر دنده بوخت دي، چې په باور یې دا په نړۍ کې یوازینی سپېڅلی او پاک پوځ دی.
عباس ستانکزي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ شاوخوا څلور میاشتې تېرېږي؛ خو تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت پېژندلي نه دي.