عبدالباري جهاني طالبانو ته: تاسو د ټولو قومونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي

۸صبح، کابل: په تېر حکومت کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباری جهاني، د طالبانو مشرانو ته په یوه لیک کې ویلي، چې دغې ډلې د ټولو قومونو حقونه تر پښو لاندې کړي؛ خو د دوی د کړنو تاوان به ټول پښتانه ورکوي.
د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر نن جمعه (وری ۱۱) په خپله فیسبوکپاڼه، خپورکړي لیک کې کښلي، چې د طالبانو اوسنی واک، د پښتنو په ځانګړې توګه د «لوی کندهار» طالبانو په لاس کې دی.
د دې ليک په پيل کې يې ليکلي:« زه پوهېږم چې زما دغه ليک به تاسو ته ونه رسېږي او که درته وهم رسېږي، څه اغېز به ونه لري، خو د يوه لوستي، سپين ږيري او کډوال افغان په توګه دا څو کرښې ليکم، تر څو خپل دروند مسوولیت ادا کړم.»
جهاني زیاته کړه چې د طالبانو او په ځانګړې توګه د کندهاري طالبانو د واک د انحصار له امله په افغانستان کې د غیر کندهاري پښتنو په ګډون نور ټول قومونه د ټولو پښتنو پر وړاندې بدبینه شوي دي.
هغه په ډاګه کړې، چې د راتلونکو ټولو بدو پېښو تر ټولو لوی تاوان به د طالبانو د کړنو له امله پښتنو ته اوړي؛ ځکه د ده په وینا ټول طالبان پښتانه دي او په واک کې دغو پښتنو په افغانستان کې د مېشتو ټولو قومونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.
عبد الباری جهاني لیکلي دي: اوسنی وضعیت به دوام ونه کړی او د قیامت تر ورځې پورې د ټولو غیر پښتون قومونو، روڼ اندو پښتنو او ټولې نړۍ سره مقابله ممکنه نه ده.
په دغه لیک کې د طالبانو مشرانو ته ویل شوي: «تاریخ ثابته کړې چې واک په زور نیول کېدای شي؛ خو په زور یې ساتل ناشوني دي.»
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان لوستي خلک په دننه او بهر کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو او د ښځو پر کار د بندیز له امله مایوسه شوي دي.
جهاني په دې ليک کې ليکلي چې د طالبانو د واک د انحصار له امله په هېواد کې ټول قومونه لکه تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن او نور واړه توکمونه او آن غير کندهاري پښتانه هم له طالبانو څخه بېزاره شوي؛ ټول پښتنه او په ځانګړې توګه د جنوب لوېدیځې سیمې اوسېدونکي نا اميده شوي دي.
ښاغلي جهاني په دې لیک کې د طالبانو مشرانو ته په خطاب کې زیاته کړې: «تاسو د بیان د ازادۍ پر ضد جهاد اعلان کړی او که څوک د مطیع الله ویسا په څېر پر تاسو نیوکه وکړي، زنداني یې کړئ او د زنداني کېدو لپاره یې داسې دلایل وړاندې کوئ چې په کور دننه او بهر د هیچا د قناعت وړ نه وي»
د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر زیاته کړی: «د تېر حکومت د پلویانو او قوماندانانو مرموز قتلونه روان دي او ټول خلک دا مسله ستاسو [طالبانو] کار ګڼي او په دې برخه کې ستاسو اعلامیو ته څوک غوږ نه نیسي او باور پرې نه کوي.»
جهاني د شوروي اتحاد ماتې، د مجاهدينو د رژيم، د طالبانو د لومړي رژيم ړنګېدو او په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو ماتې ته په اشارې سره وويل، چې د طالبانو اوسنی ریژیم به هم دوامداره نه وي.
د دې لیک په یوه برخه کې هغه لیکلي: «زه منم چې امریکا تاسو [طالبانو] ته د څلویښت میلیونو ډالرو په ارزښت کڅوړې لیږي، خو دا د پیسو کڅوړې به د قیامت تر ورځې پورې دوام ونه کړي. امریکا چې د حامد کرزي او اشرف غني حکومتونو سره وفا ونکړه، له تاسو سره یې دوستي هم د یوې موخې لپاره ده.»
د هغه په وينا، يوه ورځ به نه امريکا وي او نه يې ډالري کڅوړې؛ بلکې طالبان او دا ناراضه خلک به یوازې سره پاتي وي.
نوموړي طالب مشرانو ته په خطاب کې وويل چې ملګري ملتونه د طالبانو د ټولو سياستونو خلاف دي او د نړۍ هيڅ هېواد آن پاکستان هم دغه ډله په رسميت نه ده پېژندلې.
د يادونې وړ ده، چې د پښتو ژبې شاعر او ليکوال عبدالباري جهاني په کندهار کې زېږېدلى او د ١٣٩٤ او ١٣٩٥ کلونو ترمنځ يې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د اتباعو او سیاستوالو په وینا طالبانو په افغانستان کې په خپل تسلط کې د ټولو اتباعو حقونه په پام کې نه دي نیولي.
طالبانو د هیواد هیڅ وګړی په لومړۍ درجه دولتي څوکیو نه دی ګمارلی او آن په ټیټو پوستونو کې یې هم قومي تصفیه پیل کړې ده.