د واشنګټن د نوې طرحې په اړه د عبدالله او د امریکا د مرستیال سفیر کتنه
م. ظ. صمیم

د ملي روغې جوړې عالي شورا تایید کړې چې امریکا د افغانستان د سولې لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده. د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا د سفارت له مرستیال مک کري سره ددغې طرحې په هکله خبرې اترې وکړې.
د سپېدار ماڼۍ د اعلان له مخې، په دغه کتنه چې د کب په شپاړسمه وشوه دواړو لوریو د سولې د وروستیو هڅو، د سولې لپاره د امریکا د نوې وړاندیزي طرحې او په دغه بهیر کې د نورو ګامونو په اړه خبرې کړې دي.
دواړو خواوو د مذاکراتو بهیر له چټکتیا هرکلی وکړ او د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د ټول ګډونه سیاسي حل لارې غوښتنه وکړه. د ملي روغې جوړې عالي شورا ددغې طرحې په هکله لازیات جزیات نه دي ورکړي. کابل ته د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي د سفر پر مهال رپوټ ورکړل شو چې هغه افغان دولت او یو شمېر سیاستوالانو ته یوه طرحه سپارلې ده.
په دغه طرحه کې د یوه انتقالي حکومت د جوړېدو د لارې نقشه اټکل شوې ده. دا طرحه په لسو پاڼو کې برابره شوې او د سولې د انتقالي دولت په نوم څو لارې چارې پکې وړاندې شوې دي. ددغې طرحې له مخې چې ۸صبح ته یې یوه نسخه ورسېدلې، ټاکل شوې د افغانستان د سولې د انتقالي دولت په نوم نوی جوړښت رامنځته شي چې درې واړه اجراییه، مقننه او قضاییه قوې به ولري. ددغه سند پر بنسټ، یوه د اسلامي فقې شورا او د اساسي قانون د تعدیل یو کمېسیون به هم جوړېږي.
ځینې معتبرې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي چې ددغې طرحې پر سر د افغان دولت او طالبانو د هوکړې په صورت کې به په ترکیه کې د افغان سیاستوالانو په ګډون د لوړې کچې ناسته جوړه شي چې د بُن ناستې ته به ورته والی ولري.په دغه ناسته کې به د لویو هېوادونو او د افغانستان د ګاونډیو ملکونو او د ملګروملتونو سازمان او ناټو سازمان استازي هم ګډون وکړي.
زلمی خلیلزاد له کابل وروسته قطر ته ولاړ او دا طرحه یې په دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم شریکه کړې ده.